وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ(۶۰)
وئیلی دی رب ستاسو حاجتونه غواړئ ځمانه زه به پوره کوؤم حاجتونه ستاسو یقیناً هغه کسان چه لوئي کوی ددعا ځمانه زر ده داخل به شی جهنم ته ذلیلان به وی.
۱- صدقه ورکول د هغه له طرفه .
۲- نافع علم چه د خپل ورستو ئی پری ایښی وی .
۳- صالح اولاد چه هغه له دعا کوی .
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (إذَا مَاتَ الإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَمَلُهُ إلاَّ مِنْ ثَلاَثَةِ، إِلاَّ مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ)
صحيح مسلم الصفحة أو الرقم: 1631
ابوهریره رضی اللّه عنه وائی: "چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل کله چه انسان مړ شی نو د هغه د اعمالو سلسله تړلی کیږی بغیر د دری څیزونو نه: یوه صدقه جاریه ده دوم داسی علم دی چه خلک د هغه نه فایده واخلی دریم نیک او صالح اولاد دی چه هغه له دعا اوکړی" .
د اسلامی لیکونو نه دغه اشاره شوی ده چه مړی ته هغه صدقه چه د ژوندی له طرف نه د مړی په نامه ورکول کیږی نفع رسوی او د هغه دعاگانو چه هغه له کوی ، نو که صدقه کوونکی په خپل صدقه کی د مړی په نامه مخلص وی او هغه له دعا کوی مړی د هغه نه فایده وړی او هغه چاله چه مړی د پاره دعا کوی او د هغه په نامه صدقه ورکوی په رحمت او بخشش د اللّه تعالٰی هم اجر او ثواب ورکول کیږی ، دا هغه لپاره کافی ده چه اللّه تعالٰی د هغه د اخلاص او نیک اعمالو نه خبر دی او اللّه تعالٰی دواړه جانبو ته اجر او ثواب ورکوی ، او دا چه مړی چه د هغه په نامه نیکی کوی پیژنی په شریعت کی څه دلیل پری نیشته ، دا د غیب یو مسئله ده چه بغیر د وحی نه له طرفه د اللّه تعالٰی نبی صل اللّه وعلیه وسلم ته په بله طریقه نه معلومیږی .
د صدقی ورکول د مړی له طرف نه مړی ته فایده رسوی او د هغی ثواب مړی ته رسیږی د اجماع د مسلمانانو په مطابق ، صدقه کوونکی هم برابر اجر او ثواب وړی ، چه په صحیح حدیث د امام مسلم (۱۰۰۴) له عایشه رضی اللّه عنها نه روایت کوی:
یو کس د نبی صل اللّه وعلیه وسلم په خدمت کی حاضر شو او وویل: ائ رسول اللّه تعالٰی صل اللّه وعلیه وسلم زما مور ناڅاپه مړه شوی ده او هغه هیڅ وصیت نه دی کړی ، زما گمان د هغه په باره کی دادی که چیری خبری ئی کولی شوی هغه ضرور صدقه کوله که چیری اوس زه د هغه له طرفه صدقه وکړم هغه له د هغه ثواب رسیږی؟ تاسی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: "هو"
النووي رحمة اللّٰه علیه وویل: چه دا حدیث دا ښائی چه دا جائز دی او ترغیب ورکولی کیږی چه د مړی له طرفه صدقه ورکړی شی چه د هغه ثواب مړی ته رسیږی او هغه ته فایده ورکوی او همدارنگه صدقه کوونکی ته هم فایده ورکوی ، په دی د ټولو مسلمانانو اجماع ده .
د صدقی هصرف په ټولو خیریه امورو کی او محتاجانو ته ورکولی شی .
صدقه جاریه هغه صدقه ده چه یو کس په خپل ژوند کی د خیر دا کار کړی وی او پس د هغه مرگ نه هغه ته د هغه فایده رسیږی صدقه جاریه یو قسم د وقف ده لکه جهاد لپاره په لار د اللّه تعالٰی کی ، د مساجدو جوړول ، ونی کرل ، د څاگانو کینستل ، د قرآن کریم د مصحفو چاپول او ویشل ، د پلونو جوړول او تولید کول او تقسیم کول د معلوماتی ذرایعو چه خلکو ته فایده ورکوی .
د ابوهریره رضی اللّه عنه نه روایت دی , نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: «مؤمن لره چه د هغه د مرگ نه روستو هغه له نیک اعمال رسیږی په هغه کی دا هم دی: د علم تعلیم ئی ورکړو او هغه ئی خور کړو ، نیک اولاد چه خپل روستو پریږدی ، د قرآن کریم نسخه چه چاله په وراثت کی ورسیږی ، مسجد هغه تعمیر کړی ، مسافرخانه چه هغه ئی جوړه کړه ، نهر چه هغه جاری کړی ، یا هغه صدقه چه په خپل ژوند کی د خپل صحت په حالت کی ئی وویستله ، ددی ټولو ثواب وروسته د هغه د مرگ نه هغه ته رسیږی» (ابن ماجه ۲۴۲)
د ابن عمر رضی اللّه عنه نه روایت دی چه عمر بن خطاب رضی اللّه عنه له په خیبر کی یوه قطعه ځمکه ورسیدله د مشوری لپاره د نبی صل اللّه وعلیه وسلم په خدمت کی حاضر شو ، عرض ئی وکړو: رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم په خیبر کی ماله یوه قطعه ځمکه رسیدلی ډه ، ما سره ددی نه له دی نه هیڅ ښه مال هیڅ کله نه دی موندلی ، تاسی ددی متعلق ماله څه حکم راکوئ؟ تاسی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: «که غواړئ نو اصله ځمکه په خپل ملکیت کی وساتئ او د هغه پیداوار صدقه کړئ» نو رضی اللّه عنه په دی شرط سره دا ځمکه صدقه کړه چه نه ډا خرڅولی شی او نه هدیه شی ، او نه په دی کی وراثت جاری کیدلی شی ، دا تاسی په محتاچان ، خپلوانو ، د غلامانو په آزادلو ، د اللّه تعالٰی د دین د تبلیغ او اشاعت لپاره او د میلمنو لپاره وقف کړلو ، همدارنگه څوک چه ساتنه او انتظام ددی اوکړی په خپل معروف طریقی سره اوخوری او نورو باندی اوخوروی په هغه به هیڅ الزام نه وی ، لیکن دده خپله خوړل او د نورو خوړل د مال د جمع کولو لپاره نه وی ، راوی د حدیث (ابن عوان) وائی کله چه ما ددی حدیث ذکر ابن سیرین ته اوکړو نو هغوی وفرمایل چه متولی ددی نه اراده د جمع کولو د مال اونلری .
د ابن عباس رضی اللّه عنه نه روایت دی هغوی اوویل: یو کس د نبی صل اللّه وعلیه وسلم په خدمت کی حاضر شو او وویل:
زما خور د حج کولو نظر ئی کړی وو لیکن هغه مړه شوی ده نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: «که چیری د هغه په ذمه څه قرض وی آیا هغه ئی ادا کولو؟» هغه وویل: هو ، تاسی نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: «نو قرض اللّه تعالٰی هم ادا کړه ځکه چه هغه ډیر حق دار د ددی خبری دی چه د هغه قرض ادا کړی شی» .(بخاری ۶۶۹۹)
۱- کله چه د مړی دپاره قربانی کوی او د ژوندو لپاره قربانی کوی لکه یو سړی قربانی خپل ځان لپاره او خپلی کورنئ لپاره کوی او د نیت د هغوی لپاره چه ژوندی دی او نیت د هغوی لپاره چه مړه شوی دی کوی دا جایز دی او دلیل پری دادی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم قربانی د خپل او خپل فامیل له طرفه کوله چه بعضی غړی د هغه فامیل مړه شوی وو .
نبی صل اللّه وعلیه وسلم دخپل له طرفه او د خپل د فامیل له طرفه یو پسه قربانی کولو .
۲- کله چه یو سړی د قربانی کولو لپاره وصیت کوی د هغه وصیت په ځای کول ضروری دی مگر داچه د هغه مالی توان نلری دلیل پری دا آیت د قرآن دی:
نو چاچه وصيت بدل کړو وروستو د هغه نه چه هغه واوریده نو یقین اً گناه (د بدلولو) د هغه په هغه کسانو ده چه بدلوی وصیت لره یقیناً اللّه تعالٰی هر څیز لره لیدونکی او په هرڅه پوهه دی . (سوره البقره آیت ۱۸۱)
۳- د مړی لپاره جدا قربانی کول د نبی صل اللّه وعلیه وسلم نه ثابت دی ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم نه دخپل فامیل هغه کسانو لپاره چه مړه شوی وو او د خپل مړه شوی کاکا لپاره چه حمزه رضی اللّه عنه وو قربانی نه ده کړی .
په نافع علم کی ټول دینی او دنیوی علوم چه نورو ته نفع رسوی داخل دی مگر دینی علوم اولیت کی دی .
رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: په جنت کی د سړی درجه اوچت کړی شی هغه وائی: د څه له سببه وشو؟ هغه ته اوویلی شی له سببه د دعا د ستا ځوی تا لره . (سنن ابن ماجه 3660-1)
د مړی لپاره دعا او مغفرت غوښتلو په باره کی اللّه تعالٰی فرمائی:
" او هغه کسان چه راځی روستو ددوی نه دوی وائي ای ربه ځمونږ بخنه اوکړی مونږ ته او ورونړو ځمونږ ته هغه چه مخکښی ځمونږ نه ئی حاصل کړی دی ایمان لره اومه اچوی په زړونو ځمونږ کښی خفگان دهغه چانه ایمان ئی راوړی دی ای ربه ځمونږ یقیناً ته شفقت کوؤنکی رحم کوؤنکی ئی .(سوره الحشر آیت ۱۰)
له سیدنا عثمان بن عفان رضی اللّه عنه نه روایت دی کله که نبی صل اللّه وعلیه وسلم مړی خخولو او فارغ کیدلو نو قبر سره معطل کیدلو او ویل ئی: «د خپل ورور لپاره استغفار اوکړئ او د ثابت قدمی دعا اوکړئ بی له شکه اوس د هغه نه پوښتنی کیږی» ، امام ابوداود "د یو راوی دسند د عبدالله د پلار نوم" بحیر بن ریسان بیان کړو . (ابوداؤد ۳۲۲۱)
دا مستحب دی چه د مړی قبر له ورشی او هغه ته دعا اوکړی .
د شرعی نصوصو نه چه ثابت دی ثواب دحج کولو د مړی له طرفه ، ثواب د صدقه کول د مړی لپاره ، ثواب د صدقه جاریه او ثواب د دعاگانو د ژوندی له خوا مړی ته رسیږی او مړی ته فایده ورکوی .