وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ(۶۰)
وئیلی دی رب ستاسو حاجتونه غواړئ ځمانه زه به پوره کوؤم حاجتونه ستاسو یقیناً هغه کسان چه لوئي کوی ددعا ځمانه زر ده داخل به شی جهنم ته ذلیلان به وی.
دا د قرآن کریم آیتونه او د هغوی بعضی فضیلتونه دی:
د قرطبی په تفسیر کی د عبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهما څخه روایت دی چه کله څوک خپل د خوب په بستره کی اوده کیږی او دا ولولي: مَا جِئْتُمْ بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللَّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ(یونس آیت ۸۱)
پس هرکله چه دوی اغورځول اوئیل موسیٰ علیه السلام هغه شی چه راوړی دی تاسو هغه خو جادو دی یقیناً اللّه تعالٰی زرختم به کړی اثر ددی یقیناً اللّه تعالٰی نه کامیابوی عمل د مفسدانو -
هغه ته سحر ضرر نشی رسولی -
د سعید بن جبیر نه روایت دی چه څوک وروسته د لوستلو د سوره زمر د ۴۶ آیت نه دعا وکړی قبلیږی:
قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
ته اوایه ای پيدا کوؤنکی د آسمانانو اود ځمکی پوهه په هرپټ او ښکاره باندی ته به فیصله کوی په مینځ د بندگانو ستا کښی په هغه څیزکښی چه وؤ دوی په هغی کښی اختلاف ئی کوؤ -
کله چه یو کس یو ځای اقامت کوی یعنی اوسیدل غواړی یا مسجد یا بل ځای لکه خپل کورته دننه شی د سوره المؤمنون ۲۹ آیت دی ولولی:
وَقُلْ رَبِّ أَنْزِلْنِي مُنْزَلًا مُبَارَكًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ
او اوایه ای ربه ځما راکوز کړی مالره ځای د کوځیدلو برکت والاته اوته غوره ئی دکوځؤونکونه -
قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلَامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ (۵۹)
اوایه صفتونه دخدائی خاص اللّه تعالٰی لره دی او سلامتیاده (دعذابونو او افتونو د اللّه تعالٰی دطرف نه) په بندگانو دهغه باندی هغه چه غوره کړی دی آیا اللّه تعالٰی غوره دی (دپاره دالوهیت) اوکه هغه څوک دوی ئی د اللّه تعالٰی سره شریکوی
روایت شوی دی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وروسته دی آیت نه ویل: (بَلِ اللّه خَیرٌوَّاَبقیٰ وَاَجَلُّ وَاکْرَمُ) -
(مرفوع) حدثنا عبد الرحمن بن واقد ابو مسلم السعدي، حدثنا الوليد بن مسلم، عن زهير بن محمد، عن محمد بن المنكدر، عن جابر رضي الله عنه، قال: خرج رسول الله صلى الله عليه وسلم على اصحابه، فقرا عليهم سورة الرحمن من اولها إلى آخرها، فسكتوا، فقال: " لقد قراتها على الجن ليلة الجن فكانوا احسن مردودا منكم، كنت كلما اتيت على قوله: فباي آلاء ربكما تكذبان سورة الرحمن آية 13 قالوا: لا بشيء من نعمك ربنا نكذب فلك الحمد ". قال ابو عيسى: هذا حديث غريب، لا نعرفه إلا من حديث الوليد بن مسلم، عن زهير بن محمد، قال احمد ابن حنبل: كان زهير بن محمد الذي وقع بالشام ليس هو الذي يروى عنه بالعراق كانه رجل آخر قلبوا اسمه، يعني لما يروون عنه من المناكير، وسمعت محمد بن إسماعيل البخاري يقول: اهل الشام يروون عن زهير بن محمد مناكير، واهل العراق يروون عنه احاديث مقاربة.
جابر رضی اللّه عنه وائی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم خپل صحابه خواته راغی او د هغوئ په مخکی سوره الرحمن د شروع نه تر آخره ولوستله خلکو (واوریدل) چپ پاتی شول ، تاسی وفرمایل: ما دا سورت د خپل ملاقات په شپه د جنیاتو سره ، جنیاتو ته ولوستل واورول ، هغوی ستاسو په مقابله کی ماله ښه ځواب راکړو ، هرکله چه ما لوسته «فبأي آلاء ربكما تكذبان» آیت ته رسیدلم هغوی ویل «لا بشيء من نعمك ربنا نكذب فلك الحمد» "ائ زمونږ پروردگاره! مونږ ستا د نعمتونو د هیڅ یو نعمت انکار نه کوؤ ، تالره ټول تعریفونه دی"
امام ترمذی وائی:
دا حدیث غریب دی ، مونږ دا بغیر د روایت د ولید بن مسلم نه چنانچه هغه د زبیر بن محمد نه روایت کوی ، د بل چانه نه پیژنو -
۲- احمد بن حنبل وائي: هغه زبیر بن محمد چه په شام کی دی ، هغه زبیر نه دی چه د عراق اهل د هغه نه روایت کوی هغه بل شخص دی ، خلکو د هغه نوم ځکه تبدیل کړی (ترڅو خلک د هغه نوم و نه پیژنی) ، له دی سببه چه خلکو د هغه نه منکر احادیث بیانول -
۳- ما محمد بن بخاری نه واوریدل چه ویل ئی چه د شام اهل د زبیر بن محمد نه مناکیر (منکر احادیث) روایت کوی ، او د عراق اهل د هغه نه صحیح احادیث روایت کوی -