د ورځنی معمولاتو آداب او اذکار د لمانځه کی لوستلو اذکار د سحر او ماښام اذکار اذکار او د هغه فضایل مسنون دعاگانی مړی ته څه څیز فائده رسوی احادیث احادیث آسماءالحسنی آیت او دهغه بعضی فضیلت
دغه سایت په فسبوک کی شریک کړئ:

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ(۶۰)
وئیلی دی رب ستاسو حاجتونه غواړئ ځمانه زه به پوره کوؤم حاجتونه ستاسو یقیناً هغه کسان چه لوئي کوی ددعا ځمانه زر ده داخل به شی جهنم ته ذلیلان به وی.

اذکار د مانځه دلوستلو په وخت کی:

اذکار او دعاگانی چه په ځان له مونځونو کی ویلی شئ:

د اودس کولو نه وروستو دعا:

شروع د اودس کی ووائی «بِسمِ اللهِ» ووائی ، او د اودس کولو نه وروسته دغه دعا ووائی:
أَشْهَدُ أَنْ لا إِلٰهَ اِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ (شهادت ورکوم په دی هیڅ معبود (او حاکم او شارع) نیشته بغیر د اللّه تعالٰی نه په داسی حال کی چه هغه یکی یواځی دی او هیڅ شریک نلری او شهادت ورکوم په دی چه محمد بنده او رسول د هغه دی) .
اللَّهُمَّ اجْعَلْنِی مِنَ التَّوَّابِینَ وَاجْعَلْنِی مِنَ الْـمُتَطَهِّرِینَ (یا اللّه! ما د توبه کوونکو او پښیمانه کیدونکو له گناهونو نه او د پاکانو نه جوړ کړه) .

آذکار د رکوع په حالت کی:

د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی وائی: په داسی حال کی چه خلکو د ابوبکر رضی اللّه عنه شاته لمونځ کولو ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم پرده لری کړه او وفرمائیل ئی: «أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّهُ لَمْ يَبْقَ مِنْ مُبَشِّرَاتِ النُّبُوَّةِ إِلَّا الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ، يَرَاهَا الْمُسْلِمُ، أَوْ تُرَى لَهُ، أَلَا وَإِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَقْرَأَ الْقُرْآنَ رَاكِعًا أَوْ سَاجِدًا، فَأَمَّا الرُّكُوعُ فَعَظِّمُوا فِيهِ الرَّبَّ عَزَّ وَجَلَّ، وَأَمَّا السُّجُودُ فَاجْتَهِدُوا فِي الدُّعَاءِ، فَقَمِنٌ أَنْ يُسْتَجَابَ لَكُمْ»: «ای خلکو ، د نبوت د بشارتونو نه یواځی صالح خوبونه چه مسلمان ئی وینی یا هغه ته خودلی شی ، نور څیزونه نه دی پاتی شوی ، پوهه شی چه زه په رکوع او سجده کی د قرآن لوستلو نه منع شوی یم ، نو په رکوع کی ، د رب عزوجل عظمت او لوئی بیان کړئ ، او په سجده کی ، ډیره دعا اوکړئ ، ځکه چه لائق ددی دی چه ستاسی دعا قبول کړی شی».
سُبْحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيمِ (پاک دی زما رب عظمت والا دی ، زه پاکی بیانوم د خپل عظیم پروردگار) .
د عایشه رضی الله عنها نه روایت دی چه وائی: وروسته د نزول د (إذا جاء نصرُ الله والفتح) نه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ لمونځ اونه کړو مگر داچه دا دعای اولوستله: «سُبْحانَكَ اللَّهُمَّ ربَّنَا وَبحمْدِك، اللَّهمَّ اغْفِرْ لي» ، (ستا ذات پاک دی ، ای زمونږ ربه او یواځی تالره تعریف دی ، ای اللّه! زما مغفرت اوکړه) .
او په روایت کی راغلی دی: رسول الله صلی الله علیه وسلم په رکوع او سجده کی دغه ذکر او دعاگانی ئی ډیری لوستلی: «سُبْحانَكَ اللَّهُمَّ ربَّنَا وَبحمْدِك، اللَّهمَّ اغْفِرْ لي».
د عايشه رضی الله عنها روایت دی وائی چه: رسول الله صلى الله عليه وسلم په رکوع او سجده کو وئیل: «سبُّوحٌ قُدُّوسٌ رَبُّ المَلاَئِكَةِ وَالرُّوحِ». (پاک او قدرت والا دی رب د ملائیکو او جبرائیل) .
د عوف بن مالک اشجعی رضی الله عنه نه روایت دی چه وائی: یوه شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په لمانځه (دشپی) ودریدم ، هغوی سوره بقره ولوستل ، د هیڅ آیت نه د رحمت په مضمون سره نه تیریدو مگر داچه مکث ئی کوو او د اللّه تعالٰی نه د هغه رحمت ئی غوختلو ، او د هیځ آیت نه چه د عذاب په مضمون سره وو نه تیریدو ، مگر داچه مکث ئی کوو او د اللّه تعالٰی نه ئی پناه غوختله ، عوف وائی: بیا ئی رکوع وکړه او رکوع ئی د قیام په اندازه اوږده وه ، او په رکوع کی دا ذکر ئی ویل: «سُبْحَانَ ذِيْ الْجَبَرُوْتِ، وَالْمَلَكُوْتِ، وَالْكِبْرِيَاءِ، وَالْعَظَمَةِ»: «پاک دی هغه رب چه مالک د قدرت ، امر کولو د لوئی او عظمت دی» ، وروسته ئی سجده اوکړو او سجده ئی په اندازه د قیام اوږده وه او په سجده کی ئی هم دغه کلمات وویل ، بیا دوهم رکعت ته اوچت شول او سوره آل عمران ئی ولوستلو ، بیا یو سورت ولوستلو ، (وروستو د هغه نه) سورت ولوستلو .

د رکوع نه د اوچتیدو ذکر:

د رفاعة بن رافع رضي الله عنه نه روایت دی چه یو ورځ مونږ د نبی صل اللّه وعلیه وسلم شاته لمونځ کولو کله چه د رکوع نه ئی سر اوچت اوکړو (سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ ‏) ئی وویل ، یو کس ستاسو نه وروسته وویل (رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ) د اللّه تعالٰی لپاره ډیر زیاد تعریفونه دی ، چه پاک او با برکت دی ، کله چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم لمونځ تمام کړو وویل همدا اوس په (په لمانځه کی) چا ویل؟ هغه سړی عرض وکړو زه وم یا رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: ما زیاد د دیرش ملائیکو نه ولیدل چه هر یو د هغه مخکی کیدو کوشش کولو چه کوم یو د هغوی نه اول ولیکی .

د سجدی دعاگانی او اذکار:

سُبْحَانَ رَبِّيَ الأَعْلَى (پاک دی زما رب چه لوړ دی) .
سبُّوحٌ قُدُّوسٌ رَبُّ المَلاَئِكَةِ وَالرُّوح (پاک دی هغه اللّه برکت والا ، رب د ملائیکو او روح) .
سُبْحَانَ ذِيْ الْجَبَرُوْتِ، وَالْمَلَكُوْتِ، وَالْكِبْرِيَاءِ، وَالْعَظَمَةِ (پاک دی هغه رب چه چه مالک د قدرت ، فرمانروائی ، لوئی او عظمت دي) .
د عایشه رضی الله عنها روایت دی وائی: یوه شپه رسول الله صلى الله عليه وسلم می خپل خوا کی ونه لیدو ، نو خپل شاوخوا می ولټولو ، و می لیدل چه د رکوع یا سجده په حالت کی وائی: «سُبْحَانَكَ وَبِحَمْدِكَ، لا إلهَ إِلاَّ أنتَ» ، (ته پاک ئی (ای اللّه!) د خپل حمد سره ، هیڅ په حقه معبود نیشته سیوا له تا نه) او په روایت کی راغلی دی: لاس می د هغه د خپو تلی سره ولږیدو ، په داسی حال کی چه په سجده کی وو او ویل ئی: «اللَّهُمَّ إنِّي أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَ أعُوذُ بِمعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وأعُوذُ بِكَ مِنْكَ، لا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ»: «یااللّه! زه ستا د ناراضگئ نه ستا د رضامندئ پناه ته راځم او ستا دسزا نه ستا د معافئ پناه ته راځم او ستانه ستا پناه ته راځم ، زه ستا سنا کامل نشم بیانولی ، ته هماغسی ئی چه تا خپل تعریف بیان کړی دی».
اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ (یااللّه! مالره وبخه هغه گناهونه چه ما په پټه کړی دی او هغه چه ما په ښکاره کړی دی) .
سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِيْ (ستا ذات پاک دی ، ای زمونږ ربه او یواځی تالره تعریف دی ، ای اللّه! زما مغفرت اوکړه) .

د دوه سجډی منځ کی دعاگانی (جلسه):

رَبِّ اغْفِرْ لِـي رَبِّ اغْفِرْ لِـي (ای زما ربه! ما وبخه ، ما وبخه)
وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ: «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَاهْدِنِي وَعَافِنِي وَارْزُقْنِي» . رَوَاهُ أَبُو دَاوُد وَالتِّرْمِذِيّ
د ابن عباس رضی الله عنهما روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه سجدو مینځ کی دغه دعا لوستله: «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَاهْدِنِي وَعَافِنِي وَارْزُقْنِي»: «یا الله ماله مغفرت وکړه او ما وبخه او په ما رحم وکړه او مالره هدایت اوکړه او عافیت عطا کړه او مالره روزی راکړه».

د تلاوت د سجدی دعاگانی:

سَجَدَ وَجْهِيْ لِلَّذِيْ خَلَقَهُ، وَشَقَّ سَمْعَهُ وَبَصَرَهُ وَبِحَوْلِهِ وَقُوَّتِهِ ﴿فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ أَحۡسَنُ ٱلۡخَٰلِقِينَ (مخ می د هغه ذات لپاره چه پیدا کړی دی او اوریدل او لیدل په خپل قدرت سره په هغه کی کیخودل سجده ئی وکړه ، ډیر بابرکت دی بهترین د پیدا کوونکونه) .

تشهّد

اَلتَّحِيَّاتُ ِللهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، اَلسَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاَتُهُ، اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِـحِيْنَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ محمّداً عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ (ټول تعظیمونه ، درود او پاکی خاص اللّه تعالٰی لره ده ، سلام او رحمت او برکات دی په تا وی ای نبی صل اللّه وعلیه وسلم ، سلام په مونږه او ټول صالح بندگان د اللّه تعالٰی ، زه گواهی ورکوم چه هیڅ معبود برحق سیوا د اللّه تعالٰی نه نیشته او محمد صل اللّه وعلیه وسلم بنده او رسول د هغه دی) .

درود په رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وروستو د تشهّد نه:

أَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى محمّد وَعَلَى آلِ محمّد، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلى آلِ إِبْرَاهِيْمَ، إِنَّكَ حَمِيْدٌ مَجِيْدٌ، أَللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى محمّد وَعَلَى آلِ محمّد، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيْمَ، إِنَّكَ حَمِيْدٌ مَجِيْدٌ (یااللّه تعالٰی! په محمد صل اللّه وعلیه وسلم او په آل د محمد صل اللّه وعلیه وسلم درود ولیږه ، لکه چه په ابراهیم علیه السلام او آل د ابراهیم علیه السلام درود لیږلی ، هماغه ته ستائیلی شوی او لوی والا ئی ، یااللّه تعالٰی! په محمد صل اللّه وعلیه وسلم او آل د محمد صل اللّه وعلیه وسلم برکت نازل کړه ، لکه چه په ابراهیم علیه السلام او آل د ابراهیم علیه السلام برکت نازل کړی ، هماغه ته ستائیلی شوی او لوی والا دی) .

دعا وروسته د آخری تشهد نه او مخکی د سلام نه:

په حدیث کی نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی: بعد از خواندن تشهد در قعده آخری هر دعا چه تاسو ته ښه ښکاری اختیار کړئ او د اللّه تعالٰی نه دعا وغواړئ .
رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (یا زمونږه ربه راکړه مونږ له په دنیا کی خوشحالی (په نیک عمل سره) او په آخرت کی خوشحالی (په جنت سره) او وساتی مونږه د اور د عذاب نه) .
أَللَّهُمَّ إِنِّيْ ظَلَمْتُ نَفْسِيْ ظُلْماً كَثِيْراً، وَلاَ يَغْفِرُ الذُّنُوْبَ إِلاَّ أَنْتَ، فَاغْفِرْ لِـيْ مَغْفِرَةً مِنْ عِنْدِكَ وَارْحَمْنِيْ إِنَّكَ أَنْتَ الْغَفُوْرُ الرَّحِيْمُ (یا اللّه! ما په خپل نفس باندی ډیر ظلم کړی دی ، بغیر له تانه بل څوک زما گناهونه نه بخی ، نو خپل د خوا نه ما وبخه ، او په ما رحم اوکړه ، یواځی ته بخونکی او مهربان ئی) .

د سلام کولو ذکر:

رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ، وروسته د تمام کولو د لمانځه نه مخ ښی طرف ته کولو او فرمائیل ئی: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» ، (سلام او رحمت او برکات دی په تاسو مومنانو وی) ، بیا مخ ئی چپ طرفته کولو او فرمائیل ئی: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» .

وروسته د لمانځه نه اذکار:

الله اکبر ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ أَسْتَغْفِرُ اللهَ أَسْتَغْفِرُ اللهَ أَللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْكَ السَّلاَمُ، تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْـجَلاَلِ وَالْإِكْرَامِ (اللّه تعالٰی لوی دی ، د اللّه تعالٰی نه بخنه غواړم (دری واری) یا اللّه! ته سلام ئی او سلامتیا ستا له طرفه ده ، ته ډیر برکت والا ئی ، ای د عظمت او لوی خاونده) .
لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْـمُلْكُ وَلَهُ الْـحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ، أَللَّهُمَّ لاَ مَانِعَ لِـمَا أَعْطَيْتَ، وَلاَ مُعْطِيَ لِـمَا مَنَعْتَ، وَلاَ يَنْفَعُ ذَا الْـجَدِّ مِنْكَ الْـجَدُّ ( (برحق) معبود بغیر د اللّه تعالٰی نه نیشته ، شریک نلری ، پادشاهی هغه لره ده ، ستاینه هغه لره ښائی او هغه په هر څیز قدرت لرونکی دی ، یااللّه! ته هرڅه ورکړی څوک د هغه مانع نشی کیدی ، او هغه څه ته منع کړی ، هیڅ څوک نشی کولی چه هغه ورکړی ، دولت د دولت مند هغه لره د عذاب نه نشی بچ کولی ، او «ټول شوکت او» دولت تا لره دی) .
اللَّهُمَّ أَعِنِّى عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ (یااللّه! ما لره توفیق راکړه ترڅو تا یاد کړم ، او ستا شکر گذار ر اوسم ، اوپه ډیر ښه طریقه ، بندگی اوکړم) .
لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (هیڅ معبود او حلکم او شارع بغیر د اللّه تعالٰی نه نیشته ، او په دی صفاتو کی یواځی او یو دی او هیڅ شریک او مثل نلری ، پادشاهی او حاکمیت یواځی هغه لره ده ، او حمد او ستاینه خاص هغه لره ده او هغه په هر څیز طاقت لرونکی او قدرت والا دی) .
ورړسته د هر لمانځه نه یوځل:
اللهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَىْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ () (اللّه تعالٰی نیشته حق دار دبندگئ‌ سیوا دهغه نه ژوندی دی (همیشه) انتظام کؤونکی دټول عالم ، نه راځی په ده هیڅ غفلت اونه خوب ، خاص دهغه په اختیارکښی دی هغه څه چه په آسمانانوکښی ، اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی ، څوک دی هغه کس چه سفارش اوکړی په نزد دده مگرپه اجازت دده ، پوهیږی په هغه څه چه مخکښی ددوی دی اوهغه څه چه روستو ددوی دی اوطاقت نه لری دوی دهیڅ څیز دعلمونودهغه نه مگرپه هغه څه چه اوغواړی اللّه تعالٰی ځای کړی دی کرسئ دهغه آسمانونواوځمکی لره نه ستړی کوی هغی لره ساتنه ددی دواړو اودی بره دی لوی دی ).
وروسته د سهار او ماښام لمانځه نه دری واری او نورو لمونځو کی یوځل ولوستلی شی:
قُـلْ هُـوَ اللهُ أَحَـدٌ …..( الإِخْـلاصْ ) قُـلْ أَعـوذُ بِرَبِّ الفَلَـقِ…..( الفَلَـقْ ) قُـلْ أَعـوذُ بِرَبِّ النّـاسِ…..( الـنّاس) .
سُبْحَانَ اللهِ، الْـحَمْدُ لِلَّهِ (هریو ۳۳ کرته) او اللهُ أکبر (۳۴ کرته) .

مسجد ته د ننوتلو دعا:

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه نه روایت دی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم کله چه مسجد ته تللو فرمایل ئي:”أَعُوذُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ وَبِوَجْهِهِ الْكَرِيمِ وَسُلْطَانِهِ الْقَدِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ“ ”اللّه عظیم ته او د هغه ذات کریم ته او د هغه بادشاهت قدیم ته د شیطان مردود نه پناه غواړم» بیا عقبه وویل: بس همدا دی؟ ما وویل:هو ، هغه (حدیث مکمل کړ) او وویل:کله چه څوک مسجد ته داخل کیږی او دا ووایي ، بیا شیطان وايی: اوس هغه زما د شرنه د کاملی ورځی لباره محفوظ کړی شو -
او بیا ووائی "بِسْمِ اللّٰهِ" "الصلاة والسلام على رسول الله" "اللهم افتح لي أبواب رحمتك"
د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چه څوک مسجد ته لاړو پر نبی صلی الله علیه و آله و سلم سلام ولیږه او ووایه: «اللهم افتح لي أبواب رحمتك» «یااللّه! د خپل رحمت دروازی پر ما خلاصی کړه» او د وتلو په وخت کی د مسجدنه پر مسجد بر نبی صلی الله علیه و آله و سلم سلام ولیږه او ووایه: «اللهم اعصمني من الشيطان الرجيم» «یااللّه!د شیطان مرود نه زما حفاظت وکړه»

د دعا غوښتلو آداب:

دا چه په اسماء الله الحسنی - نیک نومونو د اللّه تعالٰی - له خپل رب نه وغواړی ، اللّه تعالٰی می فرماید: وَلِلَّهِ الأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (او خاص اللّه تعالٰی لره نومونه (اوصفتونه) ښائسته دی پس دعا غواړئ‌ د اللّه تعالٰی نه په وسیله دهغی اوپریږدئ هغه کسان چه کږلیچ کوی په نومونو د اللّه تعالٰی کښی زردی بدله به ورکړی شی دوی ته دهغه عملونو چه دوی ئی کوی) .
ثنا او ستاینه کول د اللّه تعالٰی مخکی د دعا غوښتلو نه لکه څنگه چه د هغه سره ښائی ، له فَضَالَه بن ععُبَیْد رضی الله عنه نه روایت دی چه: "په داسی حال کی چه نبی صلی الله علیه وسلم ناست وو ، یو سړی راغلو او لمونځ ئی وکړو بیا ئی وویل: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِی وَارْحَمْنِی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمودند: «عجلت دی وکړو ای لمونځ کوونکی سړیه! هرکله چه دی لمونځ وکړو او کیناستلی څنگه چه د اللّه تعالٰی سره ښائی د هغه صفت وکړه او په ما درود ولیږه ، بیا دعا اوغواړه» - او په بل روایت کی راغلی دی چه وفرمائیل: «هرکله چه تاسو نه یو چا لمونځ اوکړو د اللّه تعالٰی د حمد او ثنا نه دی شروع کړی بیا په نبی صلی الله علیه وسلم درود ولیږی ، بیا دی خپله دعا اوغواړی» -
راوی وائی: ورړسته د هغی نه بل سړی لمونځ اوکړو او د اللّه تعالٰی حمد او ستاینه ئی وکړله او په نبی صل اللّه وعلیه وسلم ئی درود ولیږلو ، بیا نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: « ای لمونځ کوونکی ، دعا وکړه چه قبلیږی»" .
درود په نبی صلی الله علیه وسلم لکه څنگه چه هغه فرمایلی دی: "هر دعا پټه ده تر هغه چه په نبی صل اللّه وعلیه وسلم باندی درود ولیږی" .
د دعا په وخت کی قبلی ته مخ کول ، د عمر بن الخطاب رضی الله عنه نه روایت دی چه وفرمایل: "د بدر په ورځ ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم مشرکانو ته چه زر تنه وو وکتل حال دا چه صحابه دری سوه نولس کسان وو ، نو رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم مخ په قبله کړلو هغه وخت خپل لاسونه اوچت کړل او داسی د خپل رب سره مناجات وکړل: یااللّه! هغه څه چه دی ماسره وعده کړی ده عملی کړه ، یااللّه! هغه څه چه ماسره دی وعده کړی ده راکړه ، یااللّه! که چیری دغه ټولی د اسلام د اهل له منځه ولاړ شی په ځمکه کی به ستا عبادت نور ونشی ، همدارنگه په اوچت کړی لاسونو سره مخ په قبله خپل رب ئی په فریاد سره غوښتلو تر هغه چه جبه د اوږو نه پریوتله" .
نووی رحمه الله په شرح مسلم کی وائی: " دا حدیث دلیل په استحباب د مخ قبلی طرف ته کولو د دعا په وخت کی او د لاسونو اوچتول په دی حال کی دی" .
د لاسونو اوچتول ، د سلمان رضی الله عنه نه روایت شوی دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "چه ستاسی پروردگار ډیر اهل د حیا او کریم دی او د خپل بنده نه حیا کوی چه هرکله خپل لاسونه ورله اوږده کړی هغه تش لاسونه نه واپس کوی".
مالک بن یسار رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کړی دی چه وفرمایل: کله چه د اللّه تعالٰی نه غواړی د لاس د ارغوی سره وغواړی نه د لاسونو په شاه سره .
ابن عثیمین رحمه الله بیان کړی دی چه لاسونه باید یوبل سره نښتی وی ، هغوی وائی: "مگر د فاصله اچولو د دواړو لاسونو په منځ کی او لری کول دی دواړو یو بل نه هیڅ اصل او اساس په سنت کی او د علماؤ په خبرو کی نه وینم" .

د وتر دعا:

عن الحسنِ بنِ عليٍّ رضيَ الله عنْهما، قال : علَّمني رسولُ صلَّى عليْهِ وسلَّمَ كلماتٍ أقولُهنَّ في الوترِ، - قالَ ابنُ جوَّاسٍ: في قنوتِ الوترِ اللَّهمَّ اهدِني فيمن هديت، وعافِني فيمن عافيتَ، وتولَّني فيمن تولَّيتَ، وبارِك لي فيما أعطيتَ، وقني شرَّ ما قضيتَ، إنَّكَ تقضي ولا يقضى عليْكَ، وإنَّهُ لا يذلُّ من واليتَ، ولا يعزُّ من عاديتَ، تبارَكتَ ربَّنا وتعاليتَ - (ابی داؤد ۱۴۲۵)
حسن بن علی رضی اللّه عنهما وائی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ماله څو کلمی وښودل چه زه هغه په وتر کی وایم (د ابن جواس په روایت کی دی: چه زه هغه په قنوت وتر کی ووایم) هغه کلمات دادی: "اللَّهمَّ اهدِني فيمن هديت، وعافِني فيمن عافيتَ، وتولَّني فيمن تولَّيتَ، وبارِك لي فيما أعطيتَ، وقني شرَّ ما قضيتَ، إنَّكَ تقضي ولا يقضى عليْكَ، وإنَّهُ لا يذلُّ من واليتَ، ولا يعزُّ من عاديتَ، تبارَكتَ ربَّنا وتعاليتَ" "ای اللّه ماله هدایت وکړه په هغه خلکو کی (داخل کړه) چه تا هغوئ ته هدایت کړی دی او ماته عافیت راکړه په هغه خلکو کی (داخل کړه) چه تا هغوی ته عافیت ورکړی او زما کار سازی اوکړه په هغه خلکو کی (داخل کړه) چه تا د هغوئ کار سازی کړی ده او ماته په دی کی برکت راکړه چه تا ماله عطا کړی دی او ما د هغوئ د بدئ نه وساتی چه تا مقدر کړی دی ، تو فیصله کوی او ستا مخالف فیصله نشی کیدی ، چاسره چه ته دوستی وکړی هغه ذلیل نشی کیدی او چا سره چه ته دشمنی اوکړی هغه عزت نشی موندلی ، ائ زمونږه پروردگاره ته بابرکته ، اوچت او لوړ ئی" -

د وتر نه وروسته ذکر:

أَخْبَرَنَا عَلِيُّ بْنُ مَيْمُونٍ قَالَ حَدَّثَنَا مَخْلَدُ بْنُ يَزِيدَ عَنْ سُفْيَانَ عَنْ زُبَيْدٍ عَنْ سَعِيدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبْزَى عَنْ أَبِيهِ عَنْ أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يُوتِرُ بِثَلَاثِ رَكَعَاتٍ كَانَ يَقْرَأُ فِي الْأُولَى بِسَبِّحْ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى وَفِي الثَّانِيَةِ بِقُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ وَفِي الثَّالِثَةِ بِقُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ وَيَقْنُتُ قَبْلَ الرُّكُوعِ فَإِذَا فَرَغَ قَالَ عِنْدَ فَرَاغِهِ سُبْحَانَ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ يُطِيلُ فِي آخِرِهِنَّ سنن النسائی ۱۶۹۹
د کعب رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّه صل اللّه وعلیه وسلم دری رکعته وتر لوستل - په اول رکعت سورت (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى) په دوهم کی (قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ) او په دریم کی (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) لوستل ، کله چه فارغ کیدلو د خلاصیدو په وخت کی دری واری (سُبْحَانَ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ) "پاک دی بادشاه ډیر" لوستل - آخری واری به ئی اوږده کوله لوستل -

د تهجد د لمانځه لپاره پاسیدل:

د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الآخِرُ، يَقُولُ: مَنْ يَدْعُونِى، فَأَسْتَجِيبَ لَهُ؟ وَمَنْ يَسْأَلُنِى فَأُعْطِيَهُ؟ وَمَنْ يَسْتَغْفِرُنِى فَأَغْفِرَ لَهُ؟»: «اللّه تعالٰی په یو دریم آخره د شپی کی د دنیا آسمان ته نزول کوی او فرمائی: آیا څوک شته چه مالره وبلی تر څو هغه قبول کړم؟ آیا څوک شته چه مانه وغواړی چه هغه له ورکړم؟ آیا څوک شته چه مانه طلب د بخلو وکړی ترڅو هغه وبخم؟» .
رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم کله چه تهجد او د خپل رب سره د راز او نیاز ویښ شولو خپل لاسونه به ئی په خپل مخ راښکل چه خوب ئی وتښتی بیائی آخری لس آیتونه د آل عمران د سورت لوستل او بیا د اوبو مشک ته زوړند به وو تلل او د هغه نه ئی ښه او پوره اودس کولو .
د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه وویل هرکله چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم د نهجد د لمونځ لپاره پاسیدلو ، ویل ئی: ‏"‏ اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ قَيِّمُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ وَلَكَ الْحَمْدُ، لَكَ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ، وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ الْحَقُّ، وَوَعْدُكَ الْحَقُّ، وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ، وَقَوْلُكَ حَقٌّ، وَالْجَنَّةُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، وَالنَّبِيُّونَ حَقٌّ، وَمُحَمَّدٌ صلى الله عليه وسلم حَقٌّ، وَالسَّاعَةُ حَقٌّ، اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ، وَبِكَ خَاصَمْتُ، وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ، فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ الْمُقَدِّمُ وَأَنْتَ الْمُؤَخِّرُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ ـ أَوْ لاَ إِلَهَ غَيْرُكَ ـ ‏"‏‏.‏ قَالَ سُفْيَانُ وَزَادَ عَبْدُ الْكَرِيمِ أَبُو أُمَيَّةَ ‏"‏ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ ‏"‏‏.‏قَالَ سُفْيَانُ قَالَ سُلَيْمَانُ بْنُ أَبِي مُسْلِمٍ سَمِعَهُ مِنْ طَاوُسٍ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ـ رضى الله عنهما ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم‏. د دعا ترجمه: (یا اللّه تعالٰی ، شکر او تعریفونه تالره دی ، ته ئی ټینگوونکی د آسمانونو او د ځمکی او هرڅه چه د هغوی په مینځ کی دی ، ټول تعریفونه تالره دی ، ته مالک د آسمانونو او ځمکی ئی او هرڅه چه د هغوی په مینځ کی دی ، او ټول تعریفونه تالره دی ، ته نور د آسمانونو او د ځمکی ئی ، او ټول تعریفونه تا لره دی ، ته ئی پادشاه د ځمکو او آسمانونو ، او ټول تعریفونه تالره دی ، ته حق ئی ، او ستا وعده حقه ، او ستا دیدار حق ، او ستا ویل حق ، او جنت حق او دوزخ حق ، او پیغمبران حق ، او جنت حق او دوزخ حق ، او پیغمبران ، او محمد صل اللّه وعلیه وسلم حق ، او د قیامت ورځ حق ده ، یا اللّه تعالٰی ما ځان تالره تسليم کړو او په تا می ایمان راوړی دی ، او په تا می توکل کړی دی ، او تاته می رجوع کړی ده ، او ستا لپاره می (کفار) سره خصومت کړی دی او ته می فیصله کوونکی ونیولی ، نو تیر شوی او راتلونکی گناهونه وبخه ، او هغه چه ما نه په پټه شوی دی او ښکاره ، ته ئی مخکی کوونکی او ته ئی روستو کوونکی ، نیشته برحق معبود بغیر له تا نه ، او نیشته لایق د عبادت بغیر له تا نه" سفیان ویلی دی: عبدالکریم ابوامیه کلمات د - وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ - په مضمون د حدیث اضافه کړی دی ، سفیان ویلی دی: سلیمان بن ابی مسلم اوریدلی دی له طاؤس نه ، د ابن عباس رضی اللّه عنهما ، له پیغمبر صل اللّه وعلیه وسلم نه .
په بل روایت کی راغلی دی چه نبی صلی الله علیه و سلم وفرمایل: "صلاة اللیل مثنی مثنی فاذا خفت الصبح فاوتر بواحدة" (د بخاری روایت)
"د شپی لمونځ دوه دوه رکعته وی او که د سهار د ښکاره کیدو نه ویریږی نو په یو رکعت د لمونځ د وتر سره ئی ختم کړه" .

د استخاری لمونځ دعا:

د جابر بن عبدالله رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه وویل: چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم طریقه د استخاره په کارونو کی مونږ له تعلیم ورکولو ، لکه څنگه چه د قرآن سورت ئی مونږ له تعلیم راکولو ، و تاسو صل اللّه وعلیه وسلم فرمایل: کله چه یو ستاسو نه د یو کار کولو په فکر کی وی ، باید دوه رکعته لمونځ بغیر د فرض نه وکړی ، او بیا ووائی: «أَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْتَخِيْرُكَ بِعِلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيْمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلاَ أَقْدِر، وَتَعْلَمُ وَلاَ أَعْلَمُ، وَأَنْتَ عَلاَّمُ الْغُيُوْبِ، أَللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَـذَا الأَمْرَ -وَيُسَمِّيْ حَاجَتَـهُ- خَيْرٌ لِيْ فِيْ دِيْنِـيْ وَمَعَاشِيْ وَعَاقِبَـةِ أَمْرِيْ -أَوْ قَالَ: عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ- فَاقْدِرْهُ لِيْ وَيَسِّرْهُ لِيْ ثُمَّ بَارِكْ لِيْ فِيْهِ، وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لِيْ فِيْ دِيْنِيْ وَمَعَاشِيْ وَعَاقِبَةِ أَمْرِيْ -أَوْ قَـالَ: عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ- فَاصْرِفْهُ عَنِّيْ وَاصْرِفْنِيْ عَنْهُ وَاقْدِرْ لِـيَ الْـخَيْرَ حَيْثُ كَانَ، ثُمَّ أَرْضِنِيْ بِهِ» راوی وائی بیا دی خپل حاجت ووائی .
«یا اللّه! په وسیله د ستا علم له تانه طلب د خیر کوم ، او په وسیله د قدرت ستا له تانه طاقت غواړم ، له تانه ستا له ډیر فضل نه غواړم ، ځکه ته طاقت والا ئی او زه بی طاقته یم ، او تاسو پوهیږئ او زه نه پوهیږم ، او ته په پټو خبرو پوهیدونکی ئی ، یا اللّه! که چیری ستا په علم کی دا کار - د خپل حاجت نوم واخلی - سبب د خیر ما لپاره په دین او آخرت کی وی - یا وائی: په حال او اینده د زما کار - هغه ماله مقدر او آسان وگرځوه ، او په هغه کی برکت واچوه ، او که دا کار ستا په علم کی ما لپاره په دنیا او آخرت کی سبب د بدئ ده - یا وائی: په حال او آینده د زما کار کی - نو هغه له مانه ، او ما د هغه نه ، منصرف کړه ، او خیر ما لپاره چه په هرځای کی چه دی مقدر وگرځوه ، او ما هغه وخت د هغی سره خوشحاله وگرځوه».

د جنازی د لمونځ دعا:

أَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِـحَيِّنَا وَمَيِّتِنَا، وَشَاهِدِنَا، وَغَائِبِنَا وَصَغِيْرِنَا وَكَبِيْرِنَا، وَذَكَرِنَا وَ اُنْثَانَا. أَللَّهُمَّ مَنْ أَحْيَيْتَهُ مِنَّا فَأَحْيِهِ عَلَى اْلإِسْلاَمِ، وَمَنْ تَوَفَّيْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلَى اْلإِيْمَانِ، أَللَّهُمَّ لاَ تَحْرِمْنَا أَجْرَهُ وَلاَ تُضِلَّنَا بَعْدَهُ «يا اللّه! ژوندی او مړی او وړوکی او لوی او نارینه او ښځی او حاضر او غایب وبخه ، یا اللّه! او هرڅوک چه مونږ نه ژوندی وساتی ، په اسلام ئی ژوندی وساته او هرڅوک چه مونږ نه مړ کوی ، هغه لره په ایمان مړ کړه ، يا اللّه! مونږه د اجر - د لوستلو د لمونځ په - هغه (یا د اجر د صبر په جدائی) محروم نکړی ، او مونږ لره وروسته د هغه نه گمراه نکړی».