د ورځنی معمولاتو آداب او اذکار د لمانځه کی لوستلو اذکار د سحر او ماښام اذکار اذکار او د هغه فضایل مسنون دعاگانی مړی ته څه څیز فائده رسوی احادیث احادیث آسماءالحسنی آیت او دهغه بعضی فضیلت
دغه سایت په فسبوک کی شریک کړئ:

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ(۶۰)
وئیلی دی رب ستاسو حاجتونه غواړئ ځمانه زه به پوره کوؤم حاجتونه ستاسو یقیناً هغه کسان چه لوئي کوی ددعا ځمانه زر ده داخل به شی جهنم ته ذلیلان به وی.

د ورځنی معمولاتو اذکار او آداب :

که دغه آداب په ورځنی معمولاتو کی مراعات کړی شی دغه عمل د اجر او ثواب سبب گرځی:

کور ته د داخلیدلو آداب:

هر کله څوک کورته دننه کیږی په ښی پښه کور ته دننه شی او اللّه تعالٰی یاد کړئ یعنی (بِسْمِ اللَّهِ) ووائي یا دغه دعا اولولي:
بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَا، وَ بِسْمِ اللهِ خَرَجْنَا، وَعَلَى رَبِّنَا تَوَكَّلْنَا -
او (السلام علیکم) ووائي که څه هم په کور کی څوک نه وی .
دغه آیت کله چه خپل د اوسیدو ځای ته داخل شئ ولولئ:
. رَبِّ أَنْزِلْنِي مُنْزَلًا مُبَارَكًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ - ( ای ربه ځما راکوز کړی مالره ځای د کوځیدلو برکت والاته اوته غوره ئی دکوځؤونکونه) آیت ۲۹ سورت المؤمنون

دکور نه د وتلو آداب:

هر کله چه دکور څخه بهر وځئ په ښئ پښه بهر شئ او دغه دعا ولولئ:
بِسْمِ اللهِ ، تَوَكَّلْتُ عَلَى اللهِ وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ
په نوم د اللّه تعالٰی ، پر اللّه تعالٰی می توکل کړی او هیڅ قدرت او طاقت بغیر د هغه د طرف نه نیشته
د انس بن مالک رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: چه څوک د خپل کورنه د وتلو په مهال دغه ولولی ”بِسم الله تَوَكَّلتُ على اللهِ، وَلاَ حول ولا قُوَّة إِلَّا بالله“ نو (دغه وقت) ده ته وویئلی شی: تاته هدایت در کړی شو ، ستا د خوانه کفایت اوکړی شو او ستا حفاظت اوکړی شو (دغی اوریدو سره) شیطان د هغه نه لری شی په ابوداود کی دغه الفاظ زیاتی دی: "دغی سره یو شیطان بل ته وائی په دغه سړی باندی به ستاسی وس څنگه وچلیږی چاته چه هدایت اوکړی شو ، د چا د طرف نه چه کفایت اوکړی شو او دچا چه حفاظت اوکړی شو"
صحیح - د دغی امام ترمذی روایت کړی دی -

د طعام خوړلو آداب:

مخکی د طعام خوړلو باید لاسونه ووینځلی شی که چیری میلمانه یاستئ د طعام د نوعیت په باره کی پوښتنه وکړئ هر کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم به میلمه وؤ تر هغه وقته پوری ئی طعام نه خوړلو تر څو چه د هغه په باره کی ده ووئیلی شو یا ورله ووئیلی شو چه د څه په نوم سره یادیږی ، هرکله چه میلمه یاستئ او طعام راوړی شو په خوړلو کی ئی عجله وکړئ ، په شروع کولو کی ئی د اللّه تعالٰی نوم یاد کړئ یعنی (بِسْمِ اللهِ ) ووائی که چیری په شروع کی هیر کړئ په مینڅ کی (بِسْمِ اللَّهِ اَوَّلِهِ وَآخِرِهِ) ووائی په ښئ لاس سره اوخورئ او د خپلی مخی نه اوخورئ رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی چه: برکت د خوړو په مینځ کی نازلیږی نو د غاړو نه وخورئ د مینځ څخه مه خورئ ، د خوراک کولو سنت طریقه خوړل په دری گوتو سره دی که چیری ضرورت وی په څلور یا پنځه گوتو سره هم خوړلی شئ دا هغه وخت دی چه په لاس سره طعام خورئ که چیری په کاچوغه یا بل کوم شي سره خوراک کوئ کوم مشکل نیشته -
بعد از خوردن طعام دست های خویش را بشوئید، کلی کردن د هن بعد ا ز خوردن طعام مستحب است ، اگر مهمان هستید به صاحب خانه دعا کنید ، این دعا مسنون است:
وروستو د طعام خوړلو نه خپل لاسونه پری مینځئ ، غرغری کول وروستو د طعام خوړلو نه مستحب دی ، که چیری میلمه یاستئ د کور مالک ته دعا وکړئ ، دغه مسنون دعا ده:
اللَّهُمَّ بَارِكْ لَهُمْ فِيمَا رَزَقْتَهُمْ وَاغْفِرْ لَهُمْ وَارْحَمْهُمْ (ای اللّه تعالٰی، په هغی کی چه تا روزی ورکړی ده ، برکت او خیر ورکړه ، او (گناهونو) ورله ببخش اوکړی او په هغوی رحم اوکړی) -
که چیری نوړئ په څمکه پریوځی اوچته کړئ صفا کړئ او وخورئ ، انس رضی اللّه عنه فرمائی کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم طعام خوړلو خپل دری گوتی به ئی څټلی ، په اوږد غزیدو او په یو اړخ پریوتلو سره خوراک مه کوئ
د طعام د خوړلو نه وروستو د اللّه تعالٰی حمد ووائی د (الْحَمْدُ للهِ) په ویلو سره یا دغه دعا ولولئ:
اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِيْهِ وَأَطْعِمْنَا خَيْراً مِنْهُ (ای اللّه تعالٰی په دی کی مونږ ته برکت راکړه او بهتر ددی نه په مونږه وخوروه) -
د شیدو لپاره دغه دعا ولولئ:
اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِيهِ وَزِدْنَا مِنْهُ (ای اللّه تعالٰی په دی مونږ ته برکت راکړه ، او لازیات مونږ ته راکړه) -
و در طعام عیب نگیرد، درظروف طلا و نقره غذا نخورید -

د اوبو د څښلو آداب:

مخکی د اوبو څښلو نه لوښی ته نظر اوکړئ خصوصاً دشپی په وخت کی ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم د هغه لوښی نه چه خوله ئی تنگه وی لکه مشک یا بوتل په خولی سره د اوبو د څښلو نه منع کړیده ددی وجی نه چه کومه مضره حشره پکی نه وی او د نقصان سبب ونه گرځی ، په شروع کی (بِسْمِ اللَّهِ) ووائی ، په ښی لاس سره وڅښئ ښه داده چه په ناسته سره وڅښئ ، په دری یا ډیرو ساه گانو سره وڅښئ , ټولی اوبه په یو ساه سره مه څښئ ، په آخر کی (الْحَمْدُ لِلَّهِ) ووائی ، د سرو اړسپین زرو لوخو کی اوبه مه څښئ .

د جامو اغوستلو آداب:

مخکی د جامو اغوستلو او ویستلو نه (بِسْمِ اللَّهِ) ووائی په اغوستلو کی د ښی طرف نه شروع کړئ او دغه دعا ولولئ:
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي كَسَانِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلا قُوَّةٍ (حمد او ستاینه خاص اللّه تعالٰی لره ده چه دغه جامه ئی په ما واغوستله او بغیر د زما کوشش او قوت نه ئی ماله راکړه) .
او دجامو په ویستلو کی د چپ خوانه شروع کړئ -
د نوی جامو د اغوستلو لپاره دغه دعا ولولئ:
اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ كَسَوْتَنِيهِ، أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِهِ وَخَيْرِ مَا صُنِعَ لَهُ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهِ وَشَرِّ مَا صُنِعَ لَهُ (ائ اللّه تعالٰی ، هرقسم ستاینه او حمد نالره ده ، او یواځی ته ئی چه دادی په ما اغوستلی دی ، زه د تانه ددی د خیر او خوبئ سوال کوم او د هغه خیر چه هغی لپاره گنډلی شوی دی ، زه دده شرنه تاله پناه غواړم او د هغه شر نه چه هغی لپاره دا گنډلی شوی دی) -
که بل څوک نوی جامی واغوندی هغه له دا دعا ولولئ:
تُبْلَى وَیُخْلِفُ اللَّهُ تَعَالَى (دغه جامی زاړه کړی او اللّه تعالٰی ددی په بدله کی نوری نوی جامی درکړی) -

د کفش د اغوستلو آداب:

نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی:
" کله چه یو دستاسو نه کفس اغوندی د ښی طرف نه دی واغوندی ، او هرکله چه غواړی وباسی د چپ طرف نه دی وباسی ، او دواړه دی واچوی یا دواړه دی وباسی" .

بیت الخلاء ته د ننوتو آداب:

انس رضی اللّه عنه وائی: رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم بیت الخلاء ته د داخلیدلو په وخت وئيل:
«اللَّهُمَّ إِنِّی أَعُوذُ بِکَ مِنَ الْخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ» . "ای اللّه تعالٰی! دنر او ښځینه شیاطینو د شر نه ، یا هره بله پلیدی او ناپاکئ نه ، تاته پناه غواړم" .
به پای چپ به بیت الخلاء داخل شوید و در هنگام بیرون شدن از بیت الخلاء به پای راست بیرون شوید واین دعا را بخوانید:
په چپه پښه سره بیت الخلاء ته دننه شئ او د بیت الخلاء نه د وتلو په وخت کی په ښی پښه سره بهر شئ او دغه دعا ولولئ:
غُفْرَانَكَ (یا اللّه! ستانه دمغفرت په امید!)
استفاده د چپ لاس څخه:
نبی صلی الله علیه و سلم فرمائی:
هرکله چه تاسو نه یو بول اوکړی باید خپل آلت په ښی لاس و نه نیسی او نه په ښی لاس سره استنجاء اوکړی.
مخ یا شا قبلی ته نه کول:
نبی صلی الله علیه و سلم فرمائیلی دی:
هرکله چه قضای حاجت ته ځئ ، د ادرار یا نجاست کولو په وخت کی ، نه مخ قبلی ته کړئ او نه هغه ته شا اوکړئ بلکه مخ یا مشرق یا مغرب ته کړئ.
ولی که چیری یو مکان لکه اوسنی تشنابونه وی ، بعضی ائمه دی کار ته جائز وئیلی دی.

په شپه کی د اوده کیدو آداب:

د عائشه رضی اللّه تعالٰی نه منقول دی کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم د خوب بستری ته تللو خپل د دواړو لاسونو اورغوی به ئی یوځای کړل (لکه د دعا کولو) او دری آخری سورتونه د قرآن کريم یعنی سه سورة اخیر قرآن کریم را یعنی قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ ، قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلۡفَلَقِ ، قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ لوستل او د لاسونو په اورغوی کی به ئی چف کړل او ډیر لږ لاړی به ئی تو کړل او خپل لاسونه به ئی په خپل ټول بدن باندی چه کولی به ئی شول را به خکل ، د خپل مخ او سر او د بډن مخکنی حصی نه به ئی شروع کوله ، دا عمل به ئی دری ځله تکرارولو.
یو ځل آیة الکرسی ولولی -
د عبداللّه بن مسعود رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: چه هرچا د سوره البقره دوه آخری آیتونه په شپه کی تلاوت کړل دغه به ده لپلره کافی شی ، د کافی معنی محدثینو لیکلی ده چه د شپی د هر آفت نه د نجات لپاره به ده لره کافی شی یا په معنی ده چه د شپی قیام لره به ده لره کافی شی .
نوفل رضی اللّه عنه فرمائی: چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم ورله ړفرمائیل: چه «قل يا أيها الكافرون» ولوله دغه تمام کړه بیا ویده شه ، ځکه چه دغه سورت برائت دشرک نه ده .
د سُبْحَانَ اللهِ ویل دری دیرش ځله ، الْحَمْدُ لِلهِ دری دیرش ځله او اللهُ أَكْبَرُ څلوردیرش ځله مخکی د ویده کیدو نه .
مخکی د ویده کیدو نه دی اودس اوکړی دغه دعا ولولی او په ښی اړخ دی ویده شی:
بِاسْمِكَ اللَّهُمَّ أَمُوتُ وَأَحْيَا «ائ اللّه تعالٰی، ستا په نوم سره مړ کیږم او ژوندی کیږم»
دخوب نه د پاڅیدو په وخت کی دغه دعا ولولی:
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَحْيَانًا بَعْدَ مَا أَمَاتَنَا وَإِلَيْهِ النُّشُورُ «حمد او ثنا خاص اللّه تعالٰی لره ده چه وروسته د مړه کولو نه دوباره ژوندی کړم او ژوندی کیدل او ورگرځیدل ټول هغه ته دی»
جابر رضی اللّه عنه فرمائی نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمائیل: «کله چه هوا تیاره شی ، خپل ماشومان مه پریږدئ (چه د کور نه بهر شی» ځکه په دی وخت کی ، شیاطین خوریږی ، او کله چه څه حصه د شپی تیره شوه ، هغوی آزاد پریږدئ ، بیا بسم اللّه ووایه د خپل کور دروازه بنده کړه ، بسم اللّه ووایه او څراغ مړ کړه او بسم اللّه ووایه د خپل مشک خوله بنده کړه او بسم اللّه ووایه د خپل کور لوخی وپوښه . که څه هم د لرگی یوه قطعه وی که چیری یوه برخه هم وپوښی".
د ابوبرزه رضی الله عنه نه روایت دی: نبی صلی الله علیه وسلم ویده کیدل مخکی د عشاء نه او خبری کول وروستو د هغه نه مکروه گڼل .
البته ضروری او مفید خبری لکه دیو خاوند د مهربانئ خبری د خپل ښځی او بچو سره په بناء د یو دلیل مکروه نه ده .

د شپی د ویښیدو ذکر:

عباده بن صامت رضی الله عنه وائي: نبی اکرم ﷺ وفرمایل: « هرڅوک چه د شپی ویښ شو او دغه دعا یعنی: (لا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِیکَ لَهُ لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ، الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَلا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَاللَّهُ أَکْبَرُ وَلا حَوْلَ وَلا قُوَّهَ إِلاَّ بِاللَّهِ) ووائی او بیا ووائی: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِی یا اللّه تعالٰی! زما مغفرت اوکړه ، یا بله دعا اوکړی ، اللّه تعالٰی قبلوی ، او که چیری (پاڅیږی) اودس اوکړی او لمونځ وکړی ، دا لمونځ (ډیر) د اللّه تعالٰی په درگاه کی قبلیږی».

د خوب د لیدلو آداب:

دخوبونو لیدل په دری گروپونو تقسمیږی:
اول صالح خوبونه یا نیک خوبونه چه د اللّه تعالٰی د طرف نه دی چه زیری او رهنمای او کمک د لیدونکی دپاره د اللّه تعالٰی د طرف نه دی ، دغه خوب په لیدلو سره د اللّه تعالٰی حمد ووائی یعنی (الْحَمْدُ لِلهِ) ، خپل یو نیک دوست چه د خوب ښه تغبیر وکړی بیان کړی ځکه خوب د تعبیر په بنا تحقق نیسی او نورو ته ونه وائی .
دوم ناخوښ او ناخوش آینډه خوبونه چه د شیطان د طرف نه دی او د خوب لیدونکی د مسخره کولو او زورولو د پاره وی ، دغه شان خوب په لیدلو سره چپ طرف د لاړو د توکلو په شان عمل اوکړی (لاړی تو نکړی) ، د شیطان او د دغه خوب د شر نه اللّه تعالٰی ته پناه وغواړی لکه دغه کلمات اولولی (أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ وَمِنْ شَرِّ هَذِهِ الرُّؤْيَا)، هیڅ چاته د خوب په باره کی څه ونه وائی ، خپل اړخ بدل کړی په بل اړخ ویده شی
دریم هغه خوبونه چه بغیر د بیان شوی پورته خوبونو نه دی چه د انسان د ورځنی خیالاتو او تفکراتو او اعمالو د وجی نه دی ، او دی ته گډوډ خوبونه ویل کیږی .

سفر ته د تللو آداب:

سفر په ښه او نیک نیت سره وی ، سفر د هغه څیز د پاره وی چه سبب د رضاء د اللّه تعالٰی وگرځی نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائیلی دی:
هرڅوک چه د کور نه بهر ته خی دده د کور په دروازه باندی دوه بیرغه وی ، یو د ملائيک په لاس کی او بل د شیطان په لاس کی ، که چیری سړی د هغه څیز لپاره چه اللّه تعالٰی خوښ لری بهر شی ، ملائیک خپل بیرغ سره د هغه سره شی او دی ددی ملائیکی د بیرغ لاندی وی تر هغه چه د سفر نه را وگرځی ، ولی که چیری د هغه څیز دپاره چه د اللّه تعالٰی د قهر او ناراضئ سبب گرځی بهر شی هغه شیطان د خپل بیرغ سره ورسره شی او تر هغه وخته پوری چه دوباره را گرځی د شیطان د بیرغ لاندی به وی.
د خپلو دوستانو سره مشوره اوکړی او مخکی د وتلو نه د سفر په قصد استخاره وکړی ، آمانتونه دی ورکړی او خپل کورنئ ته وصیت اوکړی ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائي:
د مسلمان د پاره مناسب نه دی ، په داسی حال کی چه مالک د یو څیز وی چه په هغه کی وصیت صورت نیسی او هغه دوه شپی تیروی ، مگر داچه وصیت ئی ورسره لیکلی وی .
مخکی د سفر نه مسلمان کوشش کوی چه دوه رکعته لمونخ اوکړی ، د نبی صل اللّه وعلیه وسلم نه روایت شوی دی چه فرمائیلی دی: (ما خلف عبد علی أهله أفضل من رکعتین یرکعهما عندهم حین یرید سفرًا) یعنی: «بنده دخپل کورنئ دپاره بهتر د دوه رکعت لمونځ نه چه د سفر په وقت د هغوی سره لولی ، په ځای نه پریږدی».
دکورنه د وتلو په وخت کی ووائی: (باسم الله، توکلتُ علی الله. لا حول ولا قوة إلا بالله. رب أعوذ بک أن أضل أو أُضََلَّ، أو أزل أو أُزَل أو أظلم أو أُظلم، أو أجهل أو یجهل علی) یعنی: «د اللّه تعالٰی په نامه. په اللّه تعالٰی می توکل کړی دی، ای اللّه تعالٰی! پناه غواړم تاله له دی نه چه گمراه کړم یا گمراه شم ، لغزش اوکړم یا بل لغزش کړم ، ظلم اوکړم یا ماباندی ظلم اوکړی شی ، د جاهلانو کار اوکړم یا په ما باندی اوکړی شی» .
په سورلئ باندی د سوریدو په وخت کی (بِسْمِ اللَّهِ) ووائی او په ښی پښه سور شی وروستو د سوریدو نه دغه دعا ولولی:
سُبْحانَ الَّذِی سَخَّرَ لَنا هذا وَما کنّا لَهُ مُقْرِنِینَ * وَ إِنّا إِلی رَبِّنا لَمُنْقَلِبُونَ. (پاک دی هغه ذات چه دا سورلئ مونږ له مسخر کړه ، که نه مونږه ددی طاقت نه لرلو ، او مونږه خپل رب تا را گرځو) .
او بیا دغه دعا ولولی:
اللهم إنا نسألک فی سفرنا هذا البِرَّ والتقوی ومن العمل ما ترضی. اللهم هوِّن علینا سفرنا هذا، واطوِ عنَّا بُعْدَه. اللهم أنت الصاحب فی السفر، والخلیفة فی الأهل. اللهم إنی أعوذ بک من وَعْثَاء السفر، وکآبة المنظر، وسوء المنقلب فی المال والأهل) یعنی: «ائ اللّه تعالٰی مونږه په دی سفر کی له تانه نیکوکاری او تقویٰ او هغه عمل چه ته خوښوی غواړم ، ای اللّه تعالٰی دغه زمونږه سفر په مونږ باندی آسان کړی ، او لری والی ددی مونږ ته لنډ کړی ، ائ اللّه تعالٰی ته په سفر کی ملگری او د کورنئ سرپرست ئی ، ائ ربه! مونږه د سفر د سختئ نه او د غم انگیز منظری نه او د بد نظر د بدئ نه په مال او کورنئ او اولاد تاته پناه غواړو».
(و اگر برگشت، این دعا را به همراه کلمات زیر بخواند):
(اوکه سفر نه وگرځیدو دغه دعا ولولی:)
آيِبُونَ تَائِبُونَ عَابِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُونَ (په داسی حال کی را گرځو چه توبه کوونکی یو او عبادت کوونکی یو او یواځی د خپل رب شکر او ستاینه کوو) .
مستحب دی چه د جمع د خلکو سره سفر اوکړی ، ځکه د حدیث د عمر رضی اللّه عنه نه چه وویل چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: که چیری خلک په هغه څه پوهیدی چه زه پوهیږم د یواځی توب په باره کی ، هیچا هیڅکله په شپه کی یواځی سفر نه کولو .
داناترین فرد گروپ خویش را به حیث امیر (رهبر) انتخاب کنید ، وقتی داخل قریه یا شهر میشود این دعا را بخواند:
هوښیارترین فرد د خپل ډلی د امیر (رهبر) په حیث انتخاب کړئ , هرکله چه کلی یا ښار ته ننوځی دغه دعا ولولی:
اللَّهُمَّ أسْأَلُكَ خَيْرَ هَذِهِ القَرْيَةِ وخَيْرَ أهْلِهَا، وخَيْرَ مَا فِيهَا، وأعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا، وشَرِّ أهْلِهَا، وشَرِّ مَا فِيْهَا (ائ اللّه تعالٰی له تانه ددی کلی خیر او سلامتیا او ددی د اوسیدونکو خیر او نیکی او هغه خیر چه په دی کی دی غواړم او تاته د شر د بدئ نه او د شر او شرارت د اهل ددی نه او د هغه شر او بدئ نه چه په دی کی دی پناه غواړم) .
هرکله چه یوځائ کی دیره کیږی دا دعا ولولی:
أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّةِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ (زه د اللّه تعالٰی په کامل کلماتو سره ، د هغه د مخلوقاتو د ضرر نه پناه غواړم) .
په بیرته راتلو کی د خپل د کور لپاره تحفه واخلی او مخکی د کور ته د ننوتلو نه مسجد ته لاړشی او دوه رکعته مونځ ادا کړی او په دی ضمن کی خپله کورنئ د خپل راتگ نه خبر کړی .

د مقیم دعا د مسافر لپاره:

أَسْتَوْدِعُ اللَّهَ دِينَكَ وَأَمَانَتَكَ وَخَوَاتِيمَ عَمَلِكَ (دین دی او امانت سرانجام د اعمال او د کارونو دی اللّه تعالٰی ته سپارم) .

د مسافر دعا مقیم لپاره:

أَسْتَوْدِعُكَ اللَّهَ الَّذِى لاَ تَضِيعُ وَدَائِعُهُ (تا په اللّه تعالٰی سپارم چه خپل امانتونه ئی نه دی ضایع کړی او نه نابود کوی) .

بازار ته د ورننوتو دعا:

لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ حَيٌّ لايموتُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (هیڅ معبود (او حاکم) بغیر د اللّه تعالٰی نه نیشته په داسی حال کی چه یکی یواځی دی او هیڅ شریک ئی نه ډی لرلی او پادشاهی او حاکمیت خاص هغه لره ده دارنگه هر ستائینه او ثنا هم هغه لره ده ، هغه دی چه ژوندی کول کوی او مړه کول کوی او هغه ژونډی دی چه مرگ ورله نه راځی او نه فنا کیږی او ټول خیرونه او نیکئ د هغه په لاس او قدرت کی دی هغه په هرڅیز مطلق او کامل طاقت لری) .
د عبدااللّه ابن عمر رضی اللّه عنه روایت دی چه یو سړی (حبان بن منقذر رضی اللّه عنه) نبی صل اللّه وعلیه وسلم ته عرض اوکړو چه هغه اکثر په اخستلو خرڅولو کی دوکه کیږی ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم هغه ته وفرمایل کله چه ته د کوم شی اخستل او خرڅول کوی داسی ووایه (لَا خِلَابَةَ) وروره د دوکی او فریب کار نه دی

مسجد ته د داخلیدو آداب:

به پای راست داخل مسجد شود و این دعا را بخواند:
په ښی پښی سره مسجد ته داخل شی او دغه دعا ولولی:
اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ (ای اللّه تعالٰی ، خپل د رحمت دروازی په ما خلاصی کړه) .
رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی: هرکله چه مسجد ته داخل شئ مخکی د کیناستو دوه رکعته لمونځ وکړئ .
نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی: کله چه مو ولیډل څوک په مسجد کی اخیستل او خرڅول کوی ، هغه ته ووائی: اللّه تعالٰی دی په تچارت کی نفع در نکړی ، و هرکله چه مو ولیدل چه څوک په مسجد کی ورک شوی څیز لټوی ، هغه ته ووائی: اللّه تعالٰی دی تالره واپس نکړی .
نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی: کله چه مو د اقامت آواز واوریدو لمانځه طرف ته لاړ شئ او هغی طرف ته په آرامئ او وقار سره ولاړ شئ ، په تیزئ سره مه ځئ ، څه چه مو ونیول ادا کړئ ، او څه چه پاتی شوی دی مکمل کړئ .
نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: پوه شئ چه تاسی ټول د اللّه تعالٰی سره مناجات کوئ ، پس بعضی له ستاسو نه بعضی نور ونه زوروی او یوه ډله د ستاسو په «قرائت» یا «لمونځ» کی خپل آواز زیات د حد نه په نورو اوچت نکړی ، او په بل روایت کی دی چه: «بعضی له ستاسونه په آواز اوچتلو سره نورو ته مشکل ایجاد نکړی» .
به پای چپ از مسجد بیرون شود و این دعا رابخواند:
په چپه پښی سره د مسجد نه بهر شی او دغه دعا ووائی:
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ (ای اللّه تعالٰی زه (په ټول وجود او تاکید) له تانه ، فضل او رحمت او بی حسابه بخشش غواړم) .

د آذان د آوریدلو آداب:

وقتی صدای مؤذن را میشنود همان کلمات را تکرار کن ولی هنگامیکه مؤذّن هرکله چه د مؤذن آواز آوری هماغه کلمی تکرار کړی ولی د «حَيَّ عَلَى الصَّلاةِ» او «حَيَّ عَلَى الفَلَاح» په ځای دی «لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ» ووائی (هیڅ قدرت او قوت او طاقت بغیر د ارادی او قدرت د اللّه تعالٰی نه نیشته) .
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هرڅوک د آذان نه وروستو دغه دعا ووائی: «اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ» د قیامت په ورځ به زما شفاعت ورله حلال شی ، ددعا ترجمه: ائ ربه، ای ددی کامل دعوت (آذان) مالکه او د هغه لمونځ چه همدا اوس به ادا کیږی ، محمد صلى الله عليه وسلم ته وسیله (په جنت کی یوه درجه ده) او فضیلت ورکړه او هغه ستا د وعدی په کولو سره مقام محمود (شفاعت) ته ورسوه .
د ﺍﻧﺲ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ څخه روایت دی چه نبی ﺻﻠﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ وفرمایل: ﺍﻟﺪﻋﺎﺀ ﻻﻳﺮﺩ ﺑﻴﻦ ﺍﻷﺫﺍﻥ ﻭ ﺍﻹﻗﺎﻣﺔ(دعا د آذان او اقامه په مینځ کی نه رد کیږی .

د اودس نه وروسته دعاگانی:

أَشْهَدُ أَنْ لا إِلٰهَ اِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ (شهادت ورکوم په دی چه هیڅ معبود (او حاکم او شارع) بغیر د اللّه تعالٰی نه وجود نلری په داسی حال کی چه هغه یکی یواځی دی او هیڅ شریک نلری او شهادت ورکوم په دی چه محمد صل اللّه وعلیه وسلم بنده او پیغمبر د هغه دی) .
اللَّهُمَّ اجْعَلْنِی مِنَ التَّوَّابِینَ وَاجْعَلْنِی مِنَ الْـمُتَطَهِّرِینَ (ائ اللّه تعالٰی ما د توبه کوونکو او پښیمانه کیدونکی د گناهونو نه او د پاکانو نه وشمیره) .

د مجلس نه پاڅیدو د کفاری دعا:

من جلس فی مجلس فکثر فیه لَغَطُه فقال قبل أن یقوم من مجلسه ذلک:
«سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ ، أَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ» إلّا غُفِرَ له ما کان فی مجلسه ذلک . (الترمذی).
نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: څوک چه په مجلس کی کینی چه په هغه کی مختلفی خبری رد او بدل شی ، مخکی د پریښودو د هغه مجلس نه دغه دعا ووائی اللّه تعالٰی د هغه گناهونو څخه چه په دی مجلس کی تیر شوی مغفرت کوی .

هرکله څوک یو ورور مسلمان د اللّه تعالٰی لپلره دوست گڼی باید ورله ووائي:

از انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی چه یو سړی د نبی صلى الله عليه وسلم سره وؤ: یو شخص د هغه څای نه تیر شو ، هغه سړی وویل: ای د اللّه تعالٰی رسوله: زو دغه سړی سره محبت لرم ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: «أَأَعْلمتَه؟»: «آیا هغه دی دغی محبت نه خبر کړی؟» سړی وویل: نه ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: «أَعْلِمْهُ»: «خبر ئی کړه» ، دغه سړی هغه شخص ته ولاړو او ورله ئی وویل: زه تا سره د اللّه تعالٰی د رضا لپاره محبت کوم ، هغه سړی ځواب ورکړو: هغه ذات چه د چا لپاره ما سره محبت کوی ، تا سره دی محبت اکړی .

هرکله یو مسلمان خپل یو مسلمان ورور په خندا ووینی ووائی:

أَضْحَكَ اللَّهُ سِنَّكَ (اللّه تعالٰی دی ستا غاښونه وخندوی (تالره همیشه خوشحاله او خوښ کړی)) .

هرکله چا پرنجی اوکړو ووائی:

الْحَمْدُ لِلَّهِ (حمد او ثنا یواځی خاص اللّه تعالٰی لره ده) ، او هرڅوک چه دغه دعا واوری په ځواب کی ووائی:
يرْحَمُكَ اللَّهُ (اللّه تعالٰی دی په تا رحم اوکړی) .

د نوی میوی د رسیدلو د لیدلو دعا:

عَنْ أَبِی هُرَیْرَهَ رضی الله عنه أَنَّهُ قَالَ: کَانَ النَّاسُ إِذَا رَأَوْا أَوَّلَ الثَّمَرِ جَاءُوا بِهِ إِلَى النَّبِیِّ صلی الله علیه وسلم فَإِذَا أَخَذَهُ رَسُولُ اللهِ صلی الله علیه وسلم قَالَ: «اللَّهُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی ثَمَرِنَا، وَبَارِکْ لَنَا فِی مَدِینَتِنَا، وَبَارِکْ لَنَا فِی صَاعِنَا، وَبَارِکْ لَنَا فِی مُدِّنَا…»، قَالَ: ثُمَّ یَدْعُو أَصْغَرَ وَلِیدٍ لَهُ فَیُعْطِیهِ ذَلِکَ الثَّمَرَ .
ابوهریره رضی الله عنه وائی: هرکله چه خلکو اولنی پاخه میوی ئی لیدلی ، هغه ئی رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ته راوړل ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وروسته د میوی اخستلو نه فرمایل: «یا اللّه! زمونږ په میوو کی ، ښار ، صاع او مد (د تللو واحد) کی برکت واچوی» ، راوی وائی: په دغه وخت کی رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم تر ټولو نه وړوکی هلک چه لیداو ، را غوښتلو او دغه میوه ئی هغه له ورکوله .

د نوی میاشت د لیدلو دعا :

اللهُ أَکْبَرُ، اللَّهُمَّ أَهِلَّهُ عَلَیْنَا بِاْلأَمْنِ وَاْلإِیْمَانِ، وَالسَّلاَمَةِ وَاْلإِسْلاَمِ، وَالتَّوْفِیْقِ لِمَا تُحِبُّ رَبَّنَا وَتَرْضَی، رَبُّنَا وَرَبُّکَ اللهُ (اللّه اکبر ، ای اللّه تعالٰی! میاشت مونږ لره په امنیت او ایمان او سلامتی او اسلام او د هغه عمل توفیق چه ته دوست لری او خوښوی ، نوی کړی زمونږه رب او ستا رب ائ میاشت اللّه تعالٰی دی) .

د قرض نه د خلاصیدو دعا:

د علی رضی الله عنه روايت دی: یو غلام ، چه د خپل صاحب په موافقت سره د خپل آزادیدلو د روپو پیدا کولو لټولو کی وؤ ، ورله راغی او وویل: زه د خپل آزادئ د روپو د پیدا کولو نه ناتوانه یم ، زما مدد وکړه ، علی رضی الله عنه وویل: آیا څو کلمی تاته وښایم چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ما لره وخوډل؟ که چیری د یو غر په اندازه قرض ولری ، د دغه کلماتو په ویلو سره ، اللّه تعالٰی د دغه کلماتو په ویلو سره سبب د ادا کولو د ستا قرض فراهم کوی ، ووایه: «اللَّهُمَّ اكْفِنِي بِحَلاَلِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِواكَ»: «يا اللّه تعالٰی: مالره په حلالو سره د هغه څه نه چه تا حرام کړی دی کفایت وفرمایه او په خپل فضل سره مالره د خپل غیر نه بی نیازه کړی».

دخپل قرض د ادا کولو په وخت کی دعا:

کله چه خپل قرض د هغی صاحب ته سپاری دا دعا ووائی:
بَارَكَ اللَّهُ لَكَ فِي أَهْلِكَ وَمَالِكَ (اللّه تعالٰی دی ستا په کورنئ کی او مال او دولت کی برکت او خیر درکړی) .

د مصیبت او نقصان رسیدلو په وخت کی دعا:

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ، اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَاخْلُفْ لِي بِخَيْرٍ مِنْهَا (په رشتیا سره مونږه ټول ملکیت د اللّه تعالٰی یو (د هغه بندگان او د هغه په ملکیت کی یو) او یقیناً هغه طرف ته ورگرځو ، ای اللّه تعالٰی په دی بلا او مصیبت کی مالره ، اجر او بخشش راکړه او بهتر د هغه نه (د هغه څه نه چه ما له لاسه ورکړی) ما له مقدر کړی) .

هرکله مسلمان له دښمن او حاکم او یا حکومت نه وویریده ، ووائی:

اللَّهُمَّ اكْفِنِيهِمْ بِمَا شِئْتَ (ای اللّه تعالٰی په خپله هغوی هر رنگه او د هر شی په واسطی چه غواړی دهغوی کفایت وکړه)

هرکله یو مسلمان په وسوسو اخته شی‌:

قَالَ رسول اللّٰه ﷺ: يَأْتِى الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ مَنْ خَلَقَ كَذَا وَمَنْ خَلَقَ كَذَا حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَ ذلكِ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ، وَلْيَنْتَهِ (وَفيِ رَاوِيَةٍ فَلْيَقُل) آمَنْتُ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ (رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل شیطان هریو د ستاسو ته راځی او وائی: چا دا پیدا کړل؟! چا دا دغه شان پیدا کړل؟! تر هغی چه وائی: چا ستا پروردگار پیدا کړو؟! هرهکله چه دغه ځای ته ورسیدو باید چه اللّه تعالٰی ته پناه یوسی او دغه وسوسه دفع کړی او ختم ئی کړی ، (په بل روایت کی راغلی دی چه باید ووائی:) په اللّه تعالٰی او دهغه په رسول می ایمان راوړی دی)

د استسقا دعا باران لپاره:

...اللَّهُمَّ أَغِثْنَا، اللَّهُمَّ أَغِثْنَا، اللَّهُمَّ أَغِثْنَا (ای اللّه تعالٰی پر مونږ باران ووروی ، ای اللّه تعالٰی پر مونږ باران ووروی) .
دعا د ډیر باران د وریدو په وخت کی
اللَّهُمَّ صَیِّبًا نَافِعًا (ای اللّه تعالٰی فایده مند باران وی)
اللَّهُمَّ حَوَالَیْنَا، وَلاَ عَلَیْنَا، اللَّهُمَّ عَلَى الآکَامِ وَالجِبَالِ وَالآجَامِ وَالظِّرَابِ وَالأَوْدِیَهِ وَمَنَابِتِ الشَّجَرِ (ای اللّه تعالٰی دا باران زمونږه شاوخوا ته نازل کړه نه په مونږ باندی ، ای اللّه تعالٰی دغه په غرونو او تپو او د خوړونو په زړه کی او ونو د ټوکیدو په ځای کی نازل کړه)

د هغه کس لپاره دعا چه تاله د خیر کار سرته ورسوی:

جَزَاكَ اللَّهُ خَيْرًا (اللّه تعالٰی دی تالره نیک او ښه بدله درکړی) .

هرکله یو مسلمان په غصه شی ووائی:

أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيم (د شر او حیلو او وسوسو د رټلی شوی او سنگسار شوی شیطان نه اللّه تعالٰی ته پناه وړم) .

هرکله د یو کار کول په یو مسلمان باندی سخت او گران شی ووائی:

اللهم لا سَهْلَ إلا ما جَعَلْتَهُ سَهْلاً وَأنْتَ تَجْعَلُ الْحَزْنَ اِنْ شِئْتَ سَهْلاً (ای اللّه تعالٰی هیڅ آسانه کار نیشته مگر هغه چه تا آسانه کړیده او که چیری ته وغواړی سختئ او تکلیفونه آسانه کوی) .

هرکله یو مسلمان ته یو کار اوشی چه دهغه د خوشحالئ سبب اوگرځی ووائی:

ام المؤمنین عائشہ رضی اللہ عنہا فرمائی: چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم کله چه یو څیز چه هغه خوښ وو (چه هغه د خوشحالئ سبب گرځیدلو) ولیدلو فرمائل ئی: (الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي بِنِعْمَتِهِ تَتِمُّ الصَّالِحَاتُ) ټول تعریفونه هغه اللّه تعالٰی لره دی چه د هغه مهربانئ د وجی نه ټول نیک کارونه سرته رسیږی ، او کله چه کوم ناخوښه څیز به ئی ولیدلو فرمائیل به ئی: (الْحَمْدُ لِلَّهِ عَلَى كُلِّ حَالٍ) په هر حال کی د اللّه تعالٰی شکر دی .

د بد نظر نه د بچ کیدو دعا:

اَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ وَمِنِ عَيْنٍ لاَمَّةٍ (د هر شیطان نه ، د مضره حشری نه او نظر کوونکی سترگو نه د اللّه تعالٰی کامل کلماتو ته ، پناه وړم) .

هر کله تیزه سیلئ شی ووائی:

د عايشه رضی الله عنها نه روایت دی چه وائی: کله چه باد چلیدلو ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم (دغه دعا) لوستله: «اللَّهُمَّ إنِّي أسْألُكَ خَيْرَهَا وَخَيْرَ مَا فِيهَا وَخَيْرَ مَا أُرْسِلَتْ بِهِ، وأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُرْسِلَتْ بِهِ»: «ای اللّه تعالٰی ، خیر ددی باد او خیر د هغه چه په دی کی دی او هغه خیر او فایده چه د هغی د پاره لیږلی شوی دی ، له تا نه غواړم او ددی باد دشر نه او دهغه څیز شر نه چه په دی کی دی او هم د هغه شر نه چه د هغی دپاره رالیږلی شوی دی ، تاته پناه وړم» .
د عبداللّه ابن عمر رضی اللّه عنهما نه روایت دی نبی صل اللّه وعلیه وسلم کله چه به د تندر آواز آوریدلو فرمایل ئی: (‏ اللَّهُمَّ لاَ تَقْتُلْنَا بِغَضَبِكَ وَلاَ تُهْلِكْنَا بِعَذَابِكَ وَعَافِنَا قَبْلَ ذَلِكَ) ای اللّه تعالٰی ته په خپل غضب سره مونږه هلاک مه کړی ، خپل عذاب سره مونږه هلاک مه کړی ، او مخکی د داسی وخت راتللو نه مونږه وبخی .

دعا د لیدلو د هغه خلکو چه په مصیبت او بلا اخته شوی وی:

د ابوهریره رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: چه یو کس بل کس مبتلاء په یو مصیبت کی ووینی باید ووائی: (الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي عَافَانِي مِمَّا ابْتَلاَكَ بِهِ وَفَضَّلَنِي عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقَ تَفْضِيلاً) (ټول تعریفونه اللّه تعالٰی لره دی چاچه زه دغه مصیبت نه بچ کړم ، د هغه نه چه ته ئی پری اخته کړی ، او مالره ئی فضلیت راکړو په خپلو ډیرو مخلوقاتو باندی) پس هر وخته پوری دغه سړی ژوندی وی ، دغه مصیبت نه به محفوظ وی ، که هغه هررنگه وی .

د افطار دعا او سحری خوړل:

شود.
د افطار دعا: اللهم إنی لک صمت و بک آمنت و علیک توکلت و علی رزقک أفطرت ، (ای اللّه تعالٰی ستا دپاره می روژه ونیوله ، او پر تا می ایمان راوړو او پر تا می توکل اوکړو ، او ستا په رزق می افطار اوکړو .
ابوسعید خدری رضی اللّه عنه روایت کوی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: السَّحورُ أُكْلةُ بَرَكةٍ، فلا تَدَعوه، ولو أنْ يَجرَعَ أَحَدُكم جُرْعةً من ماءٍ؛ فإنَّ اللهَ وملائكتَه يُصلُّونَ على المُتَسَحِّرينَ .(خوړل د سحری بابرکت دی ، هغه مه پریږدئ که څه هم د یو گوټ اوبو په اندازه وی ، ځکه چه اللّه تعالٰی او ملائیک په سحری کوونکو رحمت رالیږی) .
سلمان بن عامر رضی اللّه عنه روایت کوی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: إذا أفطر أحدكم فليفطر على تمر فإنه بركة ، فإن لم يجد فليفطر على ماء ، فإنه طهور (هرکله چه افطار کوئ په څو دانو خرما سره افطار اوکړئ ځکه برکت دی ، که چیری خرما نه وی په څو گوټ اوبو سره افطار اوکړئ ځکه چه پاک دی) .
د سهل بن سعد ساعدی رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: «لا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الْفِطْرَ»: «تر هغه وخته پوری چه خلک په افطلر کولو کی عجله وکړی ، همیشه په خیر او نیکئ کی به اوسی».
د ابن ماجه روایت دی چه عبدالله بن عمرو وائی: «إن للصائم عند فطره دعوة ما ترد» (ابن ماجه: 17530) د روژه نیوونکی لپاره د افطار په وخت کی دعا ده چه نه رد کیږی .

د مریض د عیادت دعا:

د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی چه وائی: رسول الله صلى الله عليه وسلم دیو بدو (کوچی) عیادت له ولاړو او کله چه به د چا عیادت ته ولاړو فرمایل به ئی: «لا بَأسَ؛ طَهُورٌ إنْ شَاءَ اللهُ»: «مشکل نیشته ، ان شاءالله چه دغه مریضی پاک کوونکی (د گناهونو نه) دی».

قبرستان ته تللو دعا:

السَّلَامُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ، ‏‏‏‏‏‏وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لَاحِقُونَ، ‏‏‏‏‏‏نَسْأَلُ اللَّهَ لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ (سلام پر تلسو ای اهل او اوسیدونکی ددی ځای (هدیری) د سړو او ښځو مؤمنو او مسلمانو نه ، مونږ هم که چیری اللّه تعالٰی وغواړی تاسو سره به یو ځای شو او خپل ځان لپاره او تاسو لپاره د اللّه تعالٰی نه عافیت او سلامتی غواړو) .

د مړی کورنئ ته د تسلیت دعا:

إِنَّ ِللهِ مَا أَخَذَ، وَلَهُ مَا أَعْطَى وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِأَجَلٍ مُسَمَّى … فَلتَصْبِرْ وَلْتَحْتَسِبْ (هغه کوم چه اللّه تعالٰی واخیست ، د هغه خپل وو ، او هغه څه چه ئی ورکړی هغه هم د هغه خپل دی ، حقیقتاً هر څیز معین وخت لری ، ځکه باید صبر اوکړی او د ثواب امید ولری)

د مړی په قبر کی د ایښیدو دعا:

بِسْمِ اللهِ وَعَلَى مِلَّةِ رَسُوْلِ اللهِ (په نوم د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم د سنت په مطابق مړی په قبر کی ږدم)

د مړی د دفن نه وروسته دعا:

أَللَّهُمَّ اغْفِرْ لَهُ أَللَّهُمَّ ثَبِّتْهُ (یا اللّه! دی وبخه او دده قدمونه (د منکرنکیر د سوالونو ځواب کی) مضبوط کړه) .