وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ(۶۰)
وئیلی دی رب ستاسو حاجتونه غواړئ ځمانه زه به پوره کوؤم حاجتونه ستاسو یقیناً هغه کسان چه لوئي کوی ددعا ځمانه زر ده داخل به شی جهنم ته ذلیلان به وی.
۱- د هر لمانځه نه وروسته یو ځل:
اللهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَىْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ().
۲- د سهار او ماښام لمانځه نه وروسته دری ځلی او په نورور لمونځونو کی یو ځل:
قُـلْ هُـوَ اللهُ أَحَـدٌ …..( الإِخْـلاصْ ) قُـلْ أَعـوذُ بِرَبِّ الفَلَـقِ…..( الفَلَـقْ ) قُـلْ أَعـوذُ بِرَبِّ النّـاسِ…..( الـنّاس)
۳- أَصْبَحْنَا وَأَصْبَحَ الْمُلْكُ لِلَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ . رَبِّ إنِّي أَسْأَلُكَ خَيْرَ مَا فِي هَذِاِ اليَوم وَخَيْرَ مَا بَعْدَهُ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ هَذِاِ اليَوم وَشَرِّ مَا بَعْدَهُ . رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْكَسَلِ وَسُوءِ الْكِبَرِ . رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابٍ فِي النَّارِ وَعَذَابٍ فِي الْقَبْرِ.
سهار ته داخل شولو او کائنات سهار ته داخل شول په داسی حال کی چه کائنات د اللّه سبحانه و تعالٰی دی او ټول تعریفونه د اللّه سبحانه و تعالٰی لره دی ، او برحق معبود بغیر د اللّه سبحانه و تعالٰی نه نیشته ، یو دی ، هغه له شریک نیشته ، او ملک د یواځی د هغه دی ، او ستاینه یواځی هغه لره ده ، او هغه په هر څیز قادر دی ، ای ربه! له تانه خیر د هغه څیز چه په دی ورځ کی ده ، او خیر د هغه څیز چه دی نه وروسته ده غواړم ، او تاته د شر دهغه نه چه په دی ورځ کی ده ، او د هغه شر نه چه دی نه وروسته ده پناه وړم ، ای ربه د تنبلئ او بدئ او بوډاتوب نه تاته پناه وړم ، ای ربه د جهنم د عذاب نه او د قبر د عذاب نه تاته پناه وړم . (او په شپه کی وائی: ماښام ته داخل شولو ... تر آخره) .
د ماښام لپاره ولوستلی شی:
أَمْسَيْـنا وَأَمْسـى المـلكُ لله وَالحَمدُ لله ، لا إلهَ إلاّ اللّهُ وَحدَهُ لا شَريكَ لهُ، لهُ المُـلكُ ولهُ الحَمْـد، وهُوَ على كلّ شَيءٍ قدير ، رَبِّ أسْـأَلُـكَ خَـيرَ ما في هـذهِ اللَّـيْلَةِ وَخَـيرَ ما بَعْـدَهـا ، وَأَعـوذُ بِكَ مِنْ شَـرِّ هـذهِ اللَّـيْلةِ وَشَرِّ ما بَعْـدَهـا ، رَبِّ أَعـوذُبِكَ مِنَ الْكَسَـلِ وَسـوءِ الْكِـبَر ، رَبِّ أَعـوذُبِكَ مِنْ عَـذابٍ في النّـارِ وَعَـذابٍ في القَـبْر.
۴- اللّهُـمَّ بِكَ أَصْـبَحْنا وَبِكَ أَمْسَـينا ، وَبِكَ نَحْـيا وَبِكَ نَمـوتُ وَإِلَـيْكَ النِّـشور.
یااللّه! ستا په امر می سهار کړو ، او ستا په امر می ماښام کړو ، او ستا په امر مونږ ژوندی کیږو ، او ستا په امر مونږ مړه کیږو ، او ستا طرف ته زمونږه راگرځیدل دی . (او د شپی وائی: یااللّه! ستا په امر مونږ ماښام کړو ... تر آخره) .
د ماښام لپاره اولوستلی شی:
اللّهُـمَّ بِكَ أَمْسَـينا، وَبِكَ أَصْـبَحْنا، وَبِكَ نَحْـيا، وَبِكَ نَمـوتُ وَإِلَـيْكَ المَصـير.
۵- اللّهـمَّ أَنْتَ رَبِّـي لا إلهَ إلاّ أَنْتَ ، خَلَقْتَنـي وَأَنا عَبْـدُك ، وَأَنا عَلـى عَهْـدِكَ وَوَعْـدِكَ ما اسْتَـطَعْـت ، أَعـوذُبِكَ مِنْ شَـرِّ ما صَنَـعْت ، أَبـوءُ لَـكَ بِنِعْـمَتِـكَ عَلَـيَّ وَأَبـوءُ بِذَنْـبي فَاغْفـِرْ لي فَإِنَّـهُ لا يَغْـفِرُ الذُّنـوبَ إِلاّ أَنْتَ.
«یااللّه! ته زما رب ئی ، ستانه بغیر زما هیڅ معبود برحق نیشته ، تا زه پیدا کړم ، زه ستا بنده یم ، زه د خپل استطاعت مطابق ستا سره زما د کړی شوی وعدی او اقرار باندی ټینگ یم ، او زه ستا د ذات په ذریعه د خپل د کړی شوی شر نه پناه غواړم ، تا چه ماله کوم نعمتونه راکړی دی ، د هغوی اقرار او اعتراف کوم ، زه خپل گناهونه منم ته زما گناهونه معاف کړی ، ځکه چه گناهونه یواځی ته معاف کولی شی» .
۶- څلور ځلی سهار او ماښام اولوستلی شی:
اللّهُـمَّ إِنِّـي أَصْبَـحْتُ أَشْـهِدُك ، وَأُشْـهِدُ حَمَلَـةَ عَـرْشِـك ، وَمَلائِكَتِك ، وَجَمـيعَ خَلْـقِك ، أَنَّـكَ أَنْـتَ اللهُ لا إلهَ إلاّ أَنْـتَ وَحْـدَكَ لا شَريكَ لَـك ، وَأَنَّ ُ مُحَمّـداً عَبْـدُكَ وَرَسـولُـك .
یااللّه! په رښتیا چه ما سهار کړو په داسی حال کی چه تالره او ستا د عرش اوچتوونکو لره او ستا ملائیکو لره او ټول مخلوقات لره گواه نیسم په دی چه ته اللّه سبحانه و تعالٰی ئی ، هیڅ برحق معبود بغیر لتانه نیشته ، یو ئی او تالره شریک نیشته ، او دا چه محمد صل اللّه وعلیه وسلم بنده او پیغمبر ستا دی ، «او په شپه کی وائی امسیت تر آخره» .
د شپی لپاره اولوستلی:
اللّهُـمَّ إِنِّـي أَ مسیت أَشْـهِدُك ، و ...
۷- اللّهُـمَّ ما أَصْبَـَحَ بي مِـنْ نِعْـمَةٍ أَو بِأَحَـدٍ مِـنْ خَلْـقِك ، فَمِـنْكَ وَحْـدَكَ لا شريكَ لَـك ، فَلَـكَ الْحَمْـدُ وَلَـك الشُّكْـر.
یااللّه! هر نعمت چه په هر سهار کی ما ته یا یو د مخلوقاتو نه ، ته ورسیږی ، هغه یواځی ستا ورکړی شوی دی ، یو ئی ، تالره هیڅ شریک نیشته ، ټول تعریفونه او شکر یواځی تالره دی .
د ماښام لپاره اولوستلی شی:
اللّهُـمَّ ما أمسی بي مِـنْ نِعْـمَةٍ أَو بِأَحَـدٍ مِـنْ خَلْـقِك ، فَمِـنْكَ وَحْـدَكَ لا شريكَ لَـك ، فَلَـكَ الْحَمْـدُ وَلَـكَ الشُّكْـر.
۸- أَللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَدَنِيْ، أَللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ سَمْعِيْ، اللَّهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَصَرِيْ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، أَللَّهُمَّ أَعُوْذُ بِكَ مِنَ الْكُفْرِ، وَالْفَقْرِ، وَأَعُوْذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ.
یااللّه زما بدن سالم اوساته ، یااللّه غوږ زما سالم اوساته ، یااللّه سترگی زما سالم اوساته یااللّه د کفر او فقر نه تاته پناه وړم ، د قبر د عذاب نه تاته پناه وړم ، اللّه بغیر لتانه نیشته .
۹- حَسْبِـيَ اللّهُ لا إلهَ إلاّ هُوَ عَلَـيهِ تَوَكَّـلتُ وَهُوَ رَبُّ العَرْشِ العَظـيم .
اللّه سبحانه و تعالٰی مالره کافی دی ، برحق معبود بغیر د اللّه سبحانه و تعالٰی نه نیشته ، په هغه می توکل کړی دی ، او هغه رب د لوی عرش دی .
۱۰- أَللَّهُمَّ إِنِّـي أسْـأَلُـكَ العَـفْوَ وَالعـافِـيةَ في الدُّنْـيا وَالآخِـرَة ، اللّهُـمَّ إِنِّـي أسْـأَلُـكَ العَـفْوَ وَالعـافِـيةَ في ديني وَدُنْـيايَ وَأهْـلي وَمالـي ، اللّهُـمَّ اسْتُـرْ عـوْراتي وَآمِـنْ رَوْعاتـي ، اللّهُـمَّ احْفَظْـني مِن بَـينِ يَدَيَّ وَمِن خَلْفـي وَعَن يَمـيني وَعَن شِمـالي ، وَمِن فَوْقـي ، وَأَعـوذُ بِعَظَمَـتِكَ أَن أُغْـتالَ مِن تَحْتـی.
یااللّه! زه له تانه په دنیا او آخرت کی بخنه او عافیت غواړم ، یااللّه زه لتانه په خپل دین کی او دنیا کی ، او خپل کورنئ کی ، او خپل مال کی بخنه او عافیت غواړم ، یااللّه زما عیبونه پټ کړی ، او ویره می امن وگرځوه ، یااللّه ما زما د مخی نه ، او د شانه ، او زما د ښی طرف نه ، او د چپ طرف نه ، او بره طرف نه زما حفاظت وکړی ، او ستا لوئی ته له دی نه چه ناڅاپه له لاندی طرف نه ووژلی شم تاته پناه وړم .
۱۱- اللّهُـمَّ عالِـمَ الغَـيْبِ وَالشّـهادَةِ فاطِـرَ السّماواتِ وَالأرْضِ رَبَّ كـلِّ شَـيءٍ وَمَليـكَه ، أَشْهَـدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ أَنْت ، أَعـوذُ بِكَ مِن شَـرِّ نَفْسـي وَمِن شَـرِّ الشَّيْـطانِ وَشِـرْكِه ، وَأَنْ أَقْتَـرِفَ عَلـى نَفْسـي سوءاً أَوْ أَجُـرَّهُ إِلـى مُسْـلِم .
یااللّه! ای په پټو او ښکاره خبرداره ، او ای د آسمانونو او ځمکو پیدا کوونکیه ، او ای د هرڅیز ربه او د هغوی مالکه ، گواهی ورکوم په دی چه چه نیشته برحق معبود مگر ته ئی ، پناه وړم تاته د خپل نفس د شرنه ، او د شیطان د شرنه ، او له دی نه چه ما په شرک اخته کړی ، او له دی نه چه خپل ځان ته د بدئ مرتکب شم ، یا د بدئ نسبت مسلمان ته وکړم .
۱۲- بِسـمِ اللهِ الذي لا يَضُـرُّ مَعَ اسمِـهِ شَيءٌ في الأرْضِ وَلا في السّمـاءِ وَهـوَ السّمـيعُ العَلـيم .
د اللّه تعالٰی په نامه ، چه د هغه په نامه هیڅ څیز په ځمکه او آسمان کی ، تاوان نه رسوی ، او هغه اوریدونکی او پوه دی .
۱۳- رَضيـتُ بِاللهِ رَبَّـاً وَبِالإسْلامِ ديـناً وَبِمُحَـمَّدٍ نَبِيّـاً .
راضی یم په دی چه اللّه سبحانه و تعالٰی زما رب اوسی او اسلام زما دین او محمد صل اللّه وعلیه وسلم زما پیغمبر .
۱۴- يا حَـيُّ يا قَيّـومُ بِـرَحْمَـتِكِ أَسْتَـغـيث ، أَصْلِـحْ لي شَـأْنـي كُلَّـه ، وَلا تَكِلـني إِلى نَفْـسي طَـرْفَةَ عَـين.
ای ژوندی او لایزال ذاته! د ستا د رحمت په وسیله له تانه مدد غواړم ، زما ټول امور اصلاح کړه ، او مالره د یو رپ د سترگو وهلو په اندازه خپل نفس ته مه پریږده .
۱۵- أَصْبَـحْـنا وَأَصْبَـحْ المُـلكُ للهِ رَبِّ العـالَمـين ، اللّهُـمَّ إِنِّـي أسْـأَلُـكَ خَـيْرَ هـذا الـيَوْم ، فَـتْحَهُ ، وَنَصْـرَهُ ، وَنـورَهُ وَبَـرَكَتَـهُ ، وَهُـداهُ ، وَأَعـوذُ بِـكَ مِـنْ شَـرِّ ما فـيهِ وَشَـرِّ ما بَعْـدَه .
سهار مو کړو په هغه دنیا کی چه ملکیت او پادشاهی دده د اللّه تعالٰی ده ، رب د عالمینو دی ، یااللّه! خبر د داسی ورځی او د هغی ټول څیزونه له تانه غواړم ، خوښی د هغی ، مدد د هغی ، روښنائی د هغی ، او برکت د هغی او هدایت د هغی او مابعد شر د هغه نه تاله پناه وړم .
د ماښام دپاره اولوستلی شی:
أَمْسَيْـنا وَأَمْسـى المُـلكُ للهِ رَبِّ العـالَمـين ، اللّهُـمَّ إِنِّـي أسْـأَلُـكَ خَـيْرَ هـذهِ اللَّـيْلَة ، فَتْحَهـا ، وَنَصْـرَهـا ، وَنـورَه ها وَبَـرَكَتَـهـا ، وَهُـداهـا ، وَأَعـوذُ بِـكَ مِـنْ شَـرِّ ما فـيهـاِ وَشَـرِّ ما بَعْـدَهـا.
۱۶- أَصْـبَحْنا[أَمْسَـينا] علـى فِطْـرَةِ الإسْلام ، وَعَلـى كَلِـمَةِ الإخْـلاص ، وَعلـى دينِ نَبِـيِّنا مُحَـمَّدٍ وَعَاـى مِلَّـةِ أبينـا إِبْـراهيـمَ حَنيـفاً مُسْلِـماً وَمـا كـانَ مِنَ المُشـرِكيـن.
د اسلام د دین سره ، او د توحید په کلمی سره ، او زمونږ د پیغمبر په دین محمد صل اللّه وعلیه وسلم سره ، او د پلار ابراهیم علیه السلام چه مایل حق دین ته او مسلمان وو او د مشرکانو نه وو ، سهار ته داخل شولو ، (ماښام همدغه دعا اولولی او وائی ماښام ته داخل شولو) .
۱۷- د جویریه بنت حارث رضی الله عنها نه روایت دی چه وائی: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وفرمایل:
«لَقَدْ قُلْت بَعْدَك أَرْبَعَ كَلِمَاتٍ، لَوْ وُزِنَتْ بِمَا قُلْت مُنْذُ الْيَوْمِ لَوَزَنَتْهُنَّ: سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ، عَدَدَ خَلْقِهِ، وَرِضَا نَفْسِهِ، وَزِنَةَ عَرْشِهِ وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ» ، «وروسته له تانه ، څلور کلمی می ویلی دی چه د هغه سره چه تا په ټوله ورځ کی ویلی دی وتللی شی ، له هغه نه به درانه وی: "سُبْحَانَ الله وَبِحَمْدِهِ عَدَدَ خَلْقِهِ، وَرِضَا نَفْسِهِ، وَزِنَةَ عَرْشِهِ، وَمِدَادَ كَلِمَاتِهِ": "تسبیح او پاکی او ستاینه د اللّه تعالٰی کوم په شمار د مخلوقاتو د هغه ، او په هغه اندازه چه هغه راضی شی ، او د هغه د عرش د وزن په اندازه ، او د هغه د کلماتو د سیاهی په اندازه"».
سهار دری ځلی اولوستلی شی:
سُبْحـانَ اللهِ وَبِحَمْـدِهِ عَدَدَ خَلْـقِه ، وَرِضـا نَفْسِـه ، وَزِنَـةَ عَـرْشِـه ، وَمِـدادَ كَلِمـاتِـه . (ثلاثاً)
تسبیح او پاکی او ستاینه د اللّه سبحانه و تعالٰی کوم په شمار د مخلوقاتو د هغه ، او په هغه اندازه چه هغه راضی شی ، او د هغه د عرش د وزن په اندازه ، او د هغه د کلماتو د سیاهی په اندازه .
سهار کی اویلی شی:
۱۸- اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ عِلْماً نَافِعاً، وَ رِزْقاً طَيِّباً، وَ عَمَلاً مُتَقَبَّلاً.
یااللّه! له تانه نافع علم او پاک رزق او قبول شوی عمل غواړم .
۱۹- :
أَعـوذُبِكَلِمـاتِ اللّهِ التّـامّـاتِ مِنْ شَـرِّ ما خَلَـق .
په کامل کلماتو د اللّه سبحانه و تعالٰی د شر د هغه چه تا پیدا کړی دی پناه وړم .
۲۰- أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ
زه د اللّه سبحانه و تعالٰی نه بخنه غواړم او هغه طرف ته ورگرځم .
۲۱- دری ځلی وویلی شی:
أعوذ بالله السميع العليم من الشيطان الرجيم.
او بیا یو ځل دری آخری آیتونه د سوره حشر له ۲۸ پاری څخه اولوستلی شی:
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ﴿۲۲﴾ هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۲۳﴾ هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۴)
په صحیح حدیث کی راغلی دی چه چا سهار او ماښام دری ځلی (أَعُوذُ بِاَللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنْ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ) وویل او بیا دغه دری آیتونه یو ځل ووای ، اللّه تعالٰی په هغه اویا زره ملائیکی مقرر کوی چه هغه لپاره دعا غواړی او که چیری په دی شپه او یا ورځ کی مړ شی مرگ د هغه د شهادت دی .
۲۲- د ابومسعود بدری رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: «مَنْ قَرَأَ بِالآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ البَقَرَةِ في لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ»: «هرڅوک د سوره بقره دوه آخری آیتونه په شپه کی ووائی ، همدا دوه آیتونه د هغه د پاره بس او کافی دی».
شرح الحديث : رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوی چه هرڅوک دوه آخری آیتونه د سوره بقره د شپی مخکی د ویده کیدلو ولولی ، اللّه تعالٰی هغه د هر شر او بدئ او د ناخوښه امر نه کفایت کوی ، همدارنگه د «كَفَتَاهُ» په معنی کی ویلی شوی دی: هغه لره د شپی د لمانځه (تهجد) یا ټول اذکار او اوراد کفایت کوی ، یا منظور دادی چه دا دوه آیتونه ډ ټولو نه کم مقدار د قرائت دی شپی په لمانځه کی دی ، او نوری معنی هم د هغه لپاره ذکر شوی دی ، او هرڅه چه د هغه په معنی کی ذکر شوي دی ، صحیح او درست دی او ددی حدیث په لفظ کی داخلیږی .
ءَامَنَ الرَّسُولُ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَمَلَـئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِير() لاَ يُكَلّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَآ إِن نَّسِينَآ أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَآ إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلَـنَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَـفِرِينَ()
۲۳ - انس بن مالک رضی اللّه عنه وائی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: هر څوک چه په ما یوځل صلاة (درود) ولیږی ، نو اللّه تعالٰی په هغه لس ځلی صلاة (درود او رحمت) لیږی ، او لس گناهونه د هغه معاف کوی او لس درجی د هغه اوچتوی .
البته خارج د لمانځه نه د صلاة سره کله صلاة او سلام دواړه ولیږلی شی ځکه په آیت شریف (۵۶) د سوره احزاب کی صلاة او سلام دواړه ذکر کړی دی:
یقیناً اللّه تعالٰی او ملائک دهغه صلٰوة (درود) وائی په نبی ﷺ باندی ای ایمان والو صلٰوة وائی په هغه باندی او سلام وائی سلام پوره .
لکه داسی ووائی:
’’أَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدِ نِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ وَ عَلٰی آلِهِ وَ سَلِّمْ تَسْلِیْماً‘‘.
۲۴- د ابو ایوب رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ قَالَ: لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ عَشْرَ مَرَّاتٍ كَانَ كَمَنْ أَعْتَقَ أَرْبَعَةَ أَنْفُسٍ مِنْ وَلَدِ إسْمَاعِيلَ»: «هر څوک لس ځلی «لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» ووائی ، لکه هغه چا دی چه څلور غلامان د اولاد اسماعیل علیه السلام نه ازاد کړی دی» .
ابوهریرہ رضی اللّه عنه وویل چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: هرچا هره ورځ سل ځلی دغه دعا اولولی: لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير: «هیڅ معبود بغیر د اللّه تعالٰی نه نیشته چه یواځی او بی شریک دی ، پادشاهی او حمد او ستاینه لایق د هغی او د هغه لپاره دی او هغه په هرڅیز او په هر کار طاقت والا دی» ، هغه لپاره ثواب برابر د ازاد کولو د لس غلامانو ورسیږی او هغه له سل نیکیانی لیکلی او سل گناهونه د هغه بخلی کیږی او دغه ورځ تر لمر پریوتلو د شیطان د شر نه محفوظ او په امن دی ، او هیچ چا د هغه نه بهتر کار نه دی کړی ، مگر هغه کس چه زیاد په دی عمل کړی وی .
لس واری یا سل واری وویلی شی:
لا إلهَ إلاّ اللّهُ وحْـدَهُ لا شَـريكَ لهُ، لهُ المُـلْكُ ولهُ الحَمْـد، وهُوَ على كُلّ شَيءٍ قَدير.
۲۵- له ابو هریره - رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « چا چې په ورځ کې سل ځلې : سبحان الله وبحمده وویل؛ نو گناه یې پاک کړل شي اگر که د دریاب د زگ په اندازه هم وي».
سل ځلی سهار او ماښام وویلی شی:
سُبْحـانَ اللهِ وَبِحَمْـدِهِ.