د ورځنی معمولاتو آداب او اذکار د لمانځه کی لوستلو اذکار د سحر او ماښام اذکار اذکار او د هغه فضایل مسنون دعاگانی مړی ته څه څیز فائده رسوی احادیث احادیث آسماءالحسنی آیت او دهغه بعضی فضیلت
دغه سایت په فسبوک کی شریک کړئ:

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ(۶۰)
وئیلی دی رب ستاسو حاجتونه غواړئ ځمانه زه به پوره کوؤم حاجتونه ستاسو یقیناً هغه کسان چه لوئي کوی ددعا ځمانه زر ده داخل به شی جهنم ته ذلیلان به وی.

مسنون دعاگانی

دعا د زړه او نفس په باره کی

‏‏ ‏حَدَّثَنَا ‏ ‏عِيسَى بْنُ حَمَّادٍ الْمِصْرِيُّ ‏ ‏أَنْبَأَنَا ‏ ‏اللَّيْثُ بْنُ سَعْدٍ ‏ ‏عَنْ ‏ ‏سَعِيدِ بْنِ أَبِي سَعِيدٍ الْمَقْبُرِيِّ ‏ ‏عَنْ ‏ ‏أَخِيهِ ‏ ‏عَبَّادِ بْنِ أَبِي سَعِيدٍ ‏ ‏أَنَّهُ سَمِعَ ‏ ‏أَبَا هُرَيْرَةَ ‏ ‏يَقُولُ ‏ ‏كَانَ رَسُولُ اللَّهِ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‏ ‏يَقُولُ ‏ ‏اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْأَرْبَعِ مِنْ عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ وَمِنْ قَلْبٍ لَا يَخْشَعُ وَمِنْ نَفْسٍ لَا تَشْبَعُ وَمِنْ دُعَاءٍ لَا يُسْمَعُ ‏
ائ اللّه تعالٰی! زه تاله پناه غواړم د څلور څیزونو نه د هغه علم نه چه فائده مند او نفع ورکوؤنکی نه وی او د هغه زړه نه چه په هغه کی ویره (اللّه تعالٰی نه) نه وی او د هغه نفس نه چه موړ نشی او د هغه دعا نه چه قبوله نشی -

وروسته د دوهم تشهد نه اول د څلور څیزونو نه پناه وغوښتلی شی

وجاء من حديث ابن عباسٍ -رضي الله تعالى عنهما-، وهو أيضًا مُخرَّجٌ في "الصَّحيحين": أنَّ النبي ﷺ كان يُعلِّمهم هذا الدُّعاء كما يُعلِّمهم السُّورة من القرآن، يقول قولوا: اللَّهمَّ إنِّي أعوذُ بِكَ من عذابِ جَهَنَّمَ وأعوذُ بِكَ من عذابِ القبرِ وأعوذُ بِكَ من فتنةِ المسيحِ الدَّجَّالِ وأعوذُ بِكَ من فتنةِ المَحيا والمماتِ
په حدیث کی د ابن عباسٍ -رضي الله تعالى عنهما نه روایت دی او په صحیحین کی راغلی دی چه: نبی صل اللّه وعلیه وسلم دا دعا مونږ ته داسی خودله څرنگه چه د قرآن سوره ئی مونږ ته خودله: : ای اللّه! زه تاته پناه غواړم د جهنم د عذاب نه ، تاته پناه غواړم د قبر د عذاب نه ، تاته پناه غواړم د دجال د فتنی نه او تاته پناه غواړم د ژوند او د مرگ د فتنی نه -

دعا په لمانځه کی الله ته پناه غوښتل

حدثني ابو بكر بن إسحاق ، اخبرنا ابو اليمان ، اخبرنا شعيب ، عن الزهري ، قال: اخبرني عروة بن الزبير ، ان عائشة زوج النبي صلى الله عليه وسلم اخبرته، " ان النبي صلى الله عليه وسلم، كان يدعو في الصلاة، اللهم إني اعوذ بك من عذاب القبر، واعوذ بك من فتنة المسيح الدجال، واعوذ بك من فتنة المحيا والممات، اللهم إني اعوذ بك من الماثم والمغرم "، قالت: فقال له قائل: ما اكثر ما تستعيذ من المغرم يا رسول الله؟ فقال: " إن الرجل إذا غرم، حدث، فكذب، ووعد، فاخلف
د نبی صل اللّه وعلیه وسلم زوجه عایشه رضی اللّه عنها خبر ورکړو چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم په لمانځه کی دعا غوښتله: "ائ اللّه! زه د قبر د عذاب نه تاته پناه غواړم او د مسیح دجال د فتنی نه تاته پناه غواړم ، زه د ژوند او د مرگ دفتنی نه تاته پناه غواړم ، ائ اللّه! زه په گناه او قرض کی (دغرق کیدونه) تاله پناه غواړم" عایشه رضی اللّه عنها و فرمایل: یو ویوونکی وویل: تاسی اکثر د قرض پناه غواړئ یا رسول اللّٰه! وفرمایل: کله چه شخص مقروض شی کله چه خبری کوی دروغ وائی او کله چه وعده کوی د هغه خلاف ورزی کوی -

دعا د قیامت د رسوائی نه نجات لپاره

وَلَا تُخْزِنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ (الشعراء آیت ۸۷)
دغه دعا ابراهیم علیه السلام غوښتی وه: اومه شرموی مالره په ورځ ددوباره ژوندی کیدلو

د انسان زړه د اللّه تعالٰی د دوو گوتو په مینځ کی دی

عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما أنه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم، يقول: «إنَّ قلوبَ بني آدم كلَّها بين إصبعين من أصابعِ الرحَّمن، كقلبٍ واحدٍ، يُصَرِّفُه حيث يشاء» ثم قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «اللهم مُصَرِّفَ القلوبِ صَرِّفْ قلوبَنا على طاعتك».
[صحيح] - [رواه مسلم]
د عبد اللہ بن عمرو بن العاص رضی اللّه عنه نه روایت دی چه ما د رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم نه دا واوریدل چه فرمایل ئی: د بنی آدم زړه د اللّه تعالٰی په دوو گوتو په مینځ کی داسی دی لکه چه هغه ټول یو زړه دی او هغه هر څرنگی چه غواړي هغه اړوی - بیا تاسی صل اللّه وعلیه وسلم دغه دعا وفرمایله: ”اللهم مُصَرِّفَ القلوبِ صَرِّفْ قلوبَنا على طاعتك“ ائ اللّه! ائ د زړونو اړوونکیه! زمونږ زړونه خپل طاعت ته اړوونکی وساته

دعا په اسم اعظم سره

حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ مُحَمَّدٍ قَالَ: حَدَّثَنَا وَكِيعٌ، عَنْ مَالِكِ بْنِ مِغْوَلٍ، أَنَّهُ سَمِعَهُ مِنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يَقُولُ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِأَنَّكَ أَنْتَ اللَّهُ الْأَحَدُ الصَّمَدُ، الَّذِي لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَقَدْ سَأَلَ اللَّهَ بِاسْمِهِ الْأَعْظَمِ، الَّذِي إِذَا سُئِلَ بِهِ أَعْطَى، وَإِذَا دُعِيَ بِهِ أَجَابَ» - سنن ابن ماجه ۳۸۵۷
د بریده رضی اللّه عنه نه روایت دی ، هغوئ وفرمایل: نبی صل اللّه وعلیه وسلم یو شخص لره داسی ویل واوریدل: (اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِأَنَّكَ أَنْتَ اللَّهُ الْأَحَدُ الصَّمَدُ، الَّذِي لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ) "ائ اللّه زه له تانه سوال کوم ، له دی سببه چه ته اللّه ئی ، یو ئی ، بی نیازه ئی ، هغه چه هیڅوک ئی نه دی زیږولی ، او نه هغه چا زیږولی دی ، نه ځوک د هغه هم صفته شته دی" ، نو رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: دی شخص د اللّه تعالٰی نه په وسیله د عظیم ترین نوم د هغه (اسم اعظم) سوال کړی دی ، چه د هغه په وسیله سره کله چه د هغه نه اوغوښتلی شی هغه عطا کوی ، او کله چه د هغه په وسیله سره د هغه نه دعا اوکړی شی قبول فرمائی -

دعا په اسم اعظم سره

(مرفوع) حدثنا علي بن محمد , حدثنا وكيع , حدثنا ابو خزيمة , عن انس بن سيرين , عن انس بن مالك , قال: سمع النبي صلى الله عليه وسلم , رجلا يقول: اللهم إني اسالك بان لك الحمد , لا إله إلا انت وحدك لا شريك لك , المنان بديع السموات والارض , ذو الجلال والإكرام , فقال:" لقد سال الله باسمه الاعظم , الذي إذا سئل به اعطى وإذا دعي به اجاب" - سنن ابن ماجه ۳۸۵۸
انس بن مالک رضی اللّه عنه وائی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم یو شخص واوریده چه دغه دعا ئی کوله: «اللهم إني أسألك بأن لك الحمد لا إله إلا أنت وحدك لا شريك لك المنان بديع السموات والأرض ذو الجلال والإكرام» "ائ اللّه! زه له تانه سوال کوم ځکه چه یواځی تالره حمد دی ، بغیر له تانه هیڅ معبود برحق نیشته ، تو یواځی ئی ، هیڅ ستا شریک نیشته ، ته ډیر احسان کوونکی ئی ، آسمانونو او ځمکو لره بغیر د مثال پیدا کوونکی ئی ، با عظمت او جلال ئی" نو تاسو صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:"دی شخص د اللّه نه د هغه د اسم اعظم په ذریعه سوال کړی دی چه هرکله د هغه په ذریعه سوال اوکړی شی هغه عطا کوی ، او کله چه د هغه په ذریعه دعا اوکړی شی هغه قبلوی"

د گناهونو د بخشش دعا

د علی بن ابی طالب رضی الله عنه نه روایت دی چه وائی: کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم لمونځ کولو یو د آخری دعاگانو نه چه د تشهد او سلام په مینځ کی ویله دغه دعا وه: «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أخَّرْتُ، وَمَا أسْرَرْتُ وَمَا أعْلَنْتُ، وَمَا أسْرَفْتُ، وَمَا أنْتَ أعْلَمُ بِهِ مِنِّي، أنْتَ الْمُقَدِّمُ، وَأنْتَ المُؤَخِّرُ، لا إلهَ إِلا أنْتَ» «ائ اللّه! تیر شوی او راتلونکی گناهونه ، پټ او ښکاره او زما زیاتی (تجاوزونه) او هغه چه ته مانه بهتر پوهیږی مغفرت اوکړی او اوبخی ، دا ته ئی ، چه هرڅوک اوغواړی نیکو کارونو او جنت ته مخکی کوی ، او هرڅوک چه اوغواړی د نیکو کارونو او جنت نه وروسته کوی ، او هیڅ معبود برحق بغیر له تانه نیشته» -

جامع دعا:

د ام المومنین عایشه رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دعا هغوی له وخودله: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنَ الْخَيْرِ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّرِّ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ بِهِ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهُ لِي خَيْرًا»: «بااللّه، ټول خیر او خوبیانی د حال او آینده له تانه غواړم ، خیر او خوبیانی چه په هغوی پوهیږم او کوم چه په هغوی نه پوهیږم ، او د ټول شر او بدیونه د حال او آینده نه تاته پناه غواړم شر او بدیانی چه زه په هغوی پوهیږم او کوم چه په هغوی نه پوهیږم ، یااللّه ، ټول هغه خیر او خوبیانی له تانه غواړم چه بنده او پیغمبر ستا له تانه غوښتی دی او د هغو شر اوی بدئ نه تاته پناه غواړم چه بنده او پیغمبر ستا له هغوی نه تاته پناه غوښتی ده ، یااللّه ، له تانه جنت او هر هغه خبره یا عمل غواړم چه ما جنت ته نژدی کوی او د جهنم د اور نه او د هر هغه خبری یا عمل نه تاته پناه راوړم چه ما هغه له نژدی کړی ، او له تانه غواړم هر هغه څه چه تا ما له لیکلی دی خیر او خوبی وی».
صحيح ابن ماجه الصفحة أو الرقم: 3116