وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ(۶۰)
وئیلی دی رب ستاسو حاجتونه غواړئ ځمانه زه به پوره کوؤم حاجتونه ستاسو یقیناً هغه کسان چه لوئي کوی ددعا ځمانه زر ده داخل به شی جهنم ته ذلیلان به وی.
عَنْ أَبِي ذَرٍّ الْغِفَارِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا يَرْوِيهِ عَنْ رَبِّهِ عَزَّ وَجَلَّ أَنَّهُ قَالَ:
يَا عِبَادِي إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا فَلَا تَظَالَمُوا
يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلَّا مَنْ هَدَيْتُهُ فَاسْتَهْدُونِي أَهْدِكُمْ
يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ جَائِعٌ إِلَّا مَنْ أَطْعَمْتُهُ فَاسْتَطْعِمُونِي أُطْعِمْكُمْ
يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ عَارٍ إِلَّا مَنْ كَسَوْتُهُ فَاسْتَكْسُونِي أَكْسُكُمْ
يَا عِبَادِي إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا فَاسْتَغْفِرُونِي أَغْفِرْ لَكُمْ
يَا عِبَادِي إِنَّكُمْ لَنْ تَبْلُغُوا ضَرِّي فَتَضُرُّونِي وَلَنْ تَبْلُغُوا نَفْعِي فَتَنْفَعُونِي
يَا عِبَادِي لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَتْقَى قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مِنْكُمْ مَا زَادَ ذَلِكَ فِي مُلْكِي شَيْئًا
يَا عِبَادِي لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَفْجَرِ قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِنْ مُلْكِي شَيْئًا
يَا عِبَادِي لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ قَامُوا فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ فَسَأَلُونِي فَأَعْطَيْتُ كُلَّ إِنْسَانٍ مَسْأَلَتَهُ مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِمَّا عِنْدِي إِلَّا كَمَا يَنْقُصُ الْمِخْيَطُ إِذَا أُدْخِلَ الْبَحْرَ
يَا عِبَادِي إِنَّمَا هِيَ أَعْمَالُكُمْ أُحْصِيهَا لَكُمْ ثُمَّ أُوَفِّيكُمْ إِيَّاهَا فَمَنْ وَجَدَ خَيْرًا فَلْيَحْمَدْ اللَّهَ وَمَنْ وَجَدَ غَيْرَ ذَلِكَ فَلَا يَلُومَنَّ إِلَّا نَفْسَهُ
ابی ذررضی اللّه عنه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه روایت کوی چه اللّه تعالٰی فرمائی:
اې زما بندگانو، ما پر ځان ظلم حرام کړی او ستاسو تر منځه مې هم حرام گرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ.
ای زما بنده گانو تاسو ټول گمراه یاست مگر هغه څوک چې ما ورته هدایت کړی، نو زما څخه هدایت وغواړئ زه به تاسو ته هدایت وکړم.
ای زما بنده گانو! تاسو ټول وږي یاست مگر هغه څوک چې ما موړ کړی دی، نو زما څخه روزي وغواړئ زه به تاسو ته روزي درکړم .
ای زما بنده گانو! تاسو ټول بربنډ یاست مگر هغه څوک چې ما پټ کړی، نو زما څخه جامې وغواړئ زه به تاسو پټ کړم .
ای زما بنده گانو تاسو شپه او ورځ گناهونه کوئ او زه ټول گناهونه بخښم، نو زما څخه بخښنه وغواړئ زه به تاسو ته بخښنه وکړم .
ای زما بنده گانو! تاسو زما ضرر ته نه شئ رارسیدلی چې ماته ضرر راورسوئ، او نه زما گټې ته رارسیدلی شئ چې ماته گټه راورسوئ .
ای زما بنده گانو! که چیرته لومړنی او وروستنی ستاسو، او انسانان او پيریان ستاسو ټول د یو تر ټولو تقوا لرونکي انسان په زړه باندې ستاسو څخه شي نو زما په پادشاهۍ کې به هیڅ شی زیات نه شي .
ای زما بنده گانو! که چیرته لومړنی او وروستنی ستاسو، او انسانان او پيریان ستاسو ټول د یو تر ټولو گناهگار انسان په زړه باندې ستاسو څخه شي نو زما په پادشاهۍ نه به هیڅ شی کم نه شي.
ای زما بنده گانو! که چیرته لومړني او وروستني ستاسو، او انسانان او پيریان ستاسو؛ ټول په یو میدان کې ودریږي او زما څخه سوال وکړي او هر یو ته د هغه غوښتنې مطابق ورکړم؛ هیڅ شی به کم نه شي له هغه نه چې ما سره دي مگر د گنډلو د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې و ټومبل شي .
ای زما بنده گانو! یقینا دا ستاسو عملونه دي زه یې تاسو ته شمارم بیا یې تاسو ته درسپارم، نو چا چې خیر وموند نو د الله حمد دې ادا کړي او چا چې پرته لدې بل څه وموندل نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي . (صحیح مسلم ۲۵۷۷) .
كنتُ خلفَ رسولِ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ يومًا قال يا غلامُ ، إني أعلِّمُك كلماتٍ : احفَظِ اللهَ يحفَظْك ، احفَظِ اللهَ تجِدْه تُجاهَك ، إذا سألتَ فاسألِ اللهَ ، وإذا استعنْتَ فاستعِنْ باللهِ ، واعلمْ أنَّ الأمةَ لو اجتمعتْ على أن ينفعوك بشيءٍ ، لم ينفعوك إلا بشيءٍ قد كتبه اللهُ لك ، وإنِ اجتمعوا على أن يضُرُّوك بشيءٍ لم يضُروك إلا بشيءٍ قد كتبه اللهُ عليك ، ( رُفِعَتِ الأقلامُ وجَفَّتِ الصُّحُفَ )
له عبد الله بن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي چې : یوه ورځ د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - پسې شاته ( په سپرلۍ سپور وم ) نو ویې وییل: «اې هلکه زه تاته دا کلمې درښایم: الله یاد ساته، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله یاد ساته خپل څنگ ته به یې ومومې، کله دې چې سوال کاوه د الله نه یې وکړه، او کله دې چې مرسته غوښته نو په الله یې وغواړه. او پدې پوه شه چې كه ټول امت تاته د څه گټې رسولو لپاره راټول شي، نو تاته به هيڅ گټه ونه رسوي مگر هغه څه چې الله درته ليكلي وي، او كه چېرته د دې لپاره راټول شي چې تاته څه ضرر ورسوي، نو تاته به هيڅ ضرر ونه رسوي مگر هغه څه چې الله ليكلي وي. قلمونه پورته شول او کاغذونه وچ شول.» او په یو بل روایت کې راځي: "الله یاد ساته، هغه به دې په وړاندې ومومې، الله په هوساینه کې وپیژنه، هغه به دې په سختۍ کې وپیژني، او پوه شه چې څه در رسیدونکي نه وي هیڅکله به در ونه رسیږی، او هغه څه چې دررسیدونکي وي هیڅکله به ترې خطا نه شې، او پوه شه چې بریا د صبر سره ده، او خلاصون د سختۍ سره دی، او له سختۍ سره اساني وي». (سنن ترمذی ۲۵۱۶)
قيل لرسولِ اللهِ صلَّى اللهُ عليْهِ وسلَّمَ أيُّ الناسِ أفضلُ قال كلُّ مخمومِ القلبِ صدوقِ اللسانِ قالوا صدوقُ اللسانِ نعرفُه فما مخمومُ القلبِ قال هو التقيُّ النقيُّ لا إثمَ فيه ولا بغيَ ولا غِلَّ ولا حسدَ
روایت شوی دی چه عبدالله بن عمرو رضی اللّه عنه وویل: رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ته عرض اوشو: "کوم یو د خلکو نه بهتر دی؟" هغه وویل: "ټول هغه کسان چه پاک زړه لری او په ویلو کی صادق دی" هغوی وویل: "په صادقانه ویلو پوهیږو چه دا څه دی ، ولی کوم څیز پاک زړه ډی؟" هغه وویل: دا (زړه) پرهیزگار او پاک دی ، بی له گناه نه ، بی عدالتئ نه ، کینه او حسد په هغه کی . (صحیح ابن ماجه ۳۴۱۶)
وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: " قال الله تعالى: أنا أغنى الشركاء عن الشرك، من عمل عملا أشرك فيه معي غيري، تركته وشركه"
له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی چې الله تعالی فرمایلي:: "قال تعالى : أنا أغنى الشركاء عن الشرك؛ من عمل عملا أشرك معي فيه غيري تركتُه وشِرْكَه". «زه د شریکانو له شراکت څخه تر ټولو زیات مستغني یم نو چا چې یو کار وکړ او په هغه کې یې زما سره بل څوک شریک کړ، زه به هغه کس د هغه شرک ته پریږدم» . (صحیح مسلم ۷۴۷۵)
شرح: نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - د خپل متعال رب څخه روایت کوي - او دې ته قدسي حدیث وایي - چې الله له هر هغه عمل څخه بیزاره دی چې بل څوک پکې گډون ولري؛ هغه که په ځان ښودنې سره وي او بل څه سره، ځکه هغه یوازې هغه څه مني چې خاص د هغه د خوښۍ لپاره وي .
له انس بن مالک رضی الله عنه روایت دی چه وائی: له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه می واوریدل چه فرمایل ئی: «قال اللَّه تعالى: يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعوْتَني وَرَجوْتَني غَفَرْتُ لَكَ عَلى ما كَانَ مِنكَ ولا أُبَالِي، يا ابنَ آدم، لَوْ بَلغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السماء، ثم اسْتَغْفَرْتَني غَفَرتُ لَك، يَا ابْنَ آدَم، لَو أَتَيْتَني بِقُرابٍ الأَرْضِ خطايا، ثُمَّ لَقِيْتَني لا تُشْرِكُ بِي شَيْئًا، لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً»: «الله متعال فرمائی: ای د آدم ځویه ، تر هغه وقته چه ما راوبلی او ماله امیدواره اوسی ، ټول گناهونه چه تانه شوی دی ، بخم او (گناهونو ته دی) اهمیت نه ورکوم ، ای د آدم ځویه ، که چیری گناهونه دی دومره زیات وی چه د آسمان وریځو ته ورسیږی او بیا له مانه بخنه وغواړی ، تا بخم ، او (گناهونو ته دی) توجه نه کوم ، ای د آدم ځویه ، که په داسی حال کی ماته راشی او ما سره ملاقات وکړی چه د ځمکی د ډکولو گناهونه دی کړی دی ، ولی هیڅ څیز او هیڅ څوک دی ماسره نه وی شریک کړی ، زه به په همهغه اندازه مغفرت او بخنی تاله راشم». (سنن ترمذی ۳۵۴۰)
. وَحَدَّثَنَاهُ إِسْحَاقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ الْحَنْظَلِيُّ، أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ، عَنِ الْعَلَاءِ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ صَلَّى صَلَاةً لَمْ يَقْرَأْ فِيهَا بِأُمِّ الْقُرْآنِ فَهِيَ خِدَاجٌ» ثَلَاثًا غَيْرُ تَمَامٍ. فَقِيلَ لِأَبِي هُرَيْرَةَ: إِنَّا نَكُونُ وَرَاءَ الْإِمَامِ؟ فَقَالَ: «اقْرَأْ بِهَا فِي نَفْسِكَ»؛ فإنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: " قَالَ اللهُ تَعَالَى: قَسَمْتُ الصَّلَاةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ الْعَبْدُ: {الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} [الفاتحة: 2]، قَالَ اللهُ تَعَالَى: حَمِدَنِي عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} [الفاتحة: 1]، قَالَ اللهُ تَعَالَى: أَثْنَى عَلَيَّ عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، قَالَ: مَجَّدَنِي عَبْدِي - وَقَالَ مَرَّةً فَوَّضَ إِلَيَّ عَبْدِي - فَإِذَا قَالَ: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ} [الفاتحة: 5] قَالَ: هَذَا بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ الَّذينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7] قَالَ: هَذَا لِعَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ " قَالَ: سُفْيَانُ، حَدَّثَنِي بِهِ الْعَلَاءُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمنِ بْنِ يَعْقُوبَ، دَخَلْتُ عَلَيْهِ وَهُوَ مَرِيضٌ فِي بَيْتِهِ. فَسَأَلْتُهُ أَنَا عَنْهُ
د ابوهریره رضی اللّه عنه نه روایت دی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: څوک چه لمونځ اوکړی او په هغه کی ام القرآن ونه لولی نو د هغه لمونځ ناقص دی تاسی صل اللّه وعلیه وسلم دری ځلی دا وفرمایل او ناتمام دی ، ابوهریره رضی اللّه عنه ته وویل شول چه مونږه بعضی اوقات د امام تر شا اوسو نو تاسی وفرمایل: فاتحه په زړه کی ولولی ځکه چه ما د رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم نه واوریدل تاسی صل اللّه وعلیه وسلم فرمایل چه اللّه تعالٰی فرمائی: چه لمونځ یعنی سوره فاتحه زما او زما د بنده په منځ کی په دوه برخو ویشلی شوی ده او زما د بنده لپاره هغه دی چه هغه وغواړی کله چه بنده { الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی: زما بنده زما حمد بیان کړو او کله چه هغه { الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی زما بنده زما تعریف بیان کړو او کله چه هغه { مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی زما بنده زما لوئی بیان کړه او یو ځل فرمائی زما بنده خپل ټول کارونه ماله ړسپارل او کله چه هغه { إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی دا زما او زما د بنده په مینځ کی دی او د بنده لپاره هغه دی چه هغه غوښتی دی او کله چه وائی { اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ * صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی چه دا زما د بنده لپاره دی او زما بنده لپاره هغه دی چه هغه اوغوښتل . (صحیح مسلم ۳۹۵) .
د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ، وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ: كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا، وَإِنْ سَأَلَنِي لأُعْطِيَنَّهُ، وَلَئِنِ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ، وَمَا تَرَدَّدْتُ عَنْ شَيْءٍ أَنَا فَاعِلُهُ تَرَدُّدِي عَنْ نَفْسِ الْمُؤْمِنِ، يَكْرَهُ الْمَوْتَ وَأَنَا أَكْرَهُ مَسَاءَتَهُ»: «اللّه تعالٰی می فرماید: هر څوک زما دوستانو سره دشمنی کوی ، زه د هغوی سره د جنگ اعلان کوم ، او زما بنده ماله په کوم څیز ماله نه نزدی کیږی چه ماله زیات محبوب د هغه څیزونو نه وی چه ما پری فرض کړی دی ، او همدارنگه د نوافلو په سرته رسولو سره ماله تقرب حاصلوی تر هغی چه زما محبوب جوړیږی ، او کله چه زما محبت د پاره جوړ شی ، زه د هغه غوږ جوړ شم چه په هغه اوری ، د هغه سترگه شم چه په هغی وینی ، لاس د هغه شم چه په هغه نیسی ، او د هغه پښه شم چه په هغه ځی ، او که چیری مانه وغواړی ، حتما هغه له ورکوم او که چیری پناه اوغواړی ، حتما هغه له پناه ورکوم ، او په هر کار کی چه اوغواړم سرته اورسوم ، زما «تردد» په اندازه د قبض د روح د مؤمن چه مرگ نه خوښوی او زه هم د هغی زورول نه خوښم ، نه دی» . (البخاری ۶۵۰۲) .
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: «العِزُّ إِزاري، والكِبْرياءُ رِدَائِي، فَمَنْ نَازَعَنِي بِشَيْءٍ مِنْهُمَا عَذَّبْتُهُ»: «عزت زما ازار دی او لوی او کبریای زما ردا ، څوک چه یو ددی دوو په باره کی ماسره د نزاع د پاره پاڅیږی ، هغه له عذاب ورکوم».(صحیح مسلم ۲۶۲۰)
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرملیل: «يقول الله تعالى: ما لِعَبدِي المُؤمن عِندِي جَزَاء إِذَا قَبَضتُ صَفِيَّه مِنْ أَهلِ الدُّنيَا ثُمَّ احْتَسَبَه إِلاَّ الجنَّة»: «اللّه تعالٰی فرمائی: هر کله چه زما د مؤمن بندگانو د عزیزانو نه یو د هغه نه واخلم او هغه په امید د اجر او ثواب صبر اوکړی ما سره اجر بغیر د جنت نه نلری». صحیح البخاری ۶۴۲۴)
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ الله تَعَالى يَقُول يَوْمَ القِيَامَة: أَيْنَ المُتَحَابُّونَ بِجَلاَلِي؟ اليَوم أُظِلُّهُم فِي ظِلِّي يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلِّي»: «د قیامت په ورځ اللّه تعالٰی فرمائی: هغه کسان چه زما د عظمت د پاره (او زما د اطاعت لپاره) د یوبل سره دوستی او محبت لرل ، چیرته دی؟ نن چه سوری بغیر د زما سوری نه وجود نلری ، هغوی له په خپل سوری کی ځای ورکوم». (رواه البخاري)
عَنْ أَبِی هُرَیْرَهَ رضی الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه و سلم قَالَ: قَالَ اللَّهُ تَبَارَکَ وَتَعَالَى: إِذَا أَحَبَّ عَبْدِی لِقَائِی أَحْبَبْتُ لِقَاءَهُ وَإِذَا کَرِهَ لِقَائِی کَرِهْتُ لِقَاءَهُ.
د ابوهریره رضی اللّه عنه نه روایت شوی دی: چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: اللّه تعالٰی می فرماید: «هرکله چه زما بنده دیدار له ما سره خوښ لری ، زه هم دیدار د هغه سره خوښوم ، او که چیری دیدار له ما سره نه خوښی ، زه هم دیدار د هغه سره نه خوښم."(امام مالک، الموطأ، کتاب «الجنائز»)
د عبدالرحمن بن عوف رضی اللّه عنه نه نقل شوی دی: ما د نبی صل اللّه وعلیه وسلم نه واوریدل چه فرمایل ئی: اللّه تعالٰی وفرمایل: زه رحیم یم او دا د رحمت نه اخستلی شوی . ما د هغه نوم د خپل نوم نه اخستلی ، که څوک دی سره یوځای شو ، زه د هغه سره یوځای کیږم ، او چاچه هغه قطع کړو ، زه هغه قطع کوم .
حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ خَشْرَمٍ، أَخْبَرَنَا عِيسَى بْنُ يُونُسَ، عَنْ عِمْرَانَ بْنِ زَائِدَةَ بْنِ نَشِيطٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي خَالِدٍ الْوَالِبِيِّ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ "إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى يَقُولُ يَا ابْنَ آدَمَ تَفَرَّغْ لِعِبَادَتِي أَمْلأْ صَدْرَكَ غِنًى وَأَسُدَّ فَقْرَكَ وَإِلاَّ تَفْعَلْ مَلأْتُ يَدَيْكَ شُغْلاً وَلَمْ أَسُدَّ فَقْرَكَ" .
د ابوهریره رضی اللّه عنه نه روایت دی: چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: اللّه تعالٰی فرمائی: ای د آدم اولاده! زما په عبادت کی کوشش کوه چه سینه دی د غنا نه ډکه کړم او فقر دی لری کړم که نه تا به په دنیاکی ښه مشغول کړم او حاچت دی نه لری کوم . (الصحیح الترمذي ۲۴۶۶)
عن أبي هريرة عبدالرحمن بن صخر الدوسي رضي الله عنه مرفوعاً: .«قال الله تعالى: أنفق يا ابن آدم ينفق عليك».
له أبو هریرة عبد الرحمن بن صخر الدوسي - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: الله جل جلاله فرمایلي دي: ای د آدم زویه! د خېر په لارو کې لگښت وکړه، چې پراخي درباندې راشي.
صحيح مسلم ۹۹۳
1038. حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ حَدَّثَنِي مَالِكٌ عَنْ صَالِحِ بْنِ كَيْسَانَ عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَةَ بْنِ مَسْعُودٍ عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ الْجُهَنِيِّ أَنَّهُ قَالَ صَلَّى لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَاةَ الصُّبْحِ بِالْحُدَيْبِيَةِ عَلَى إِثْرِ سَمَاءٍ كَانَتْ مِنْ اللَّيْلَةِ فَلَمَّا انْصَرَفَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ فَقَالَ هَلْ تَدْرُونَ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ قَالَ أَصْبَحَ مِنْ عِبَادِي مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ فَأَمَّا مَنْ قَالَ مُطِرْنَا بِفَضْلِ اللَّهِ وَرَحْمَتِهِ فَذَلِكَ مُؤْمِنٌ بِي كَافِرٌ بِالْكَوْكَبِ وَأَمَّا مَنْ قَالَ بِنَوْءِ كَذَا وَكَذَا فَذَلِكَ كَافِرٌ بِي مُؤْمِنٌ بِالْكَوْكَبِ
د زید بن خالد جهنی رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم په حدیبیه کی د سهار لمونځ ادا کړو او تیره شپه باران شوی وو ، کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم لمونځ تمام کړو ، خلکو له مخامخ شو او وویل: آیا پوهیږئ چه ستاسو رب څه ویلی دی؟ هغوی ځواب ورکړو «اللّه تعالٰی او د هغه رسول ښه پوهیږی» (رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل) ، «اللّه تعالٰی فرمائی: نن سهار بعضی زما بندگانو په ما ایمان راوړونکی شول او بعضو ما سره کفر اوکړو ، چاچه اوویل په مونږه باران صرف د اللّه تعالٰی په فضل او رحمت سره وریدلی دی ، په ما ایمان لری او په ستورو اعتماد نه لری ، ولی چاچه ویلی دی چه د فلانی ستوری له سببه باران وریدلی دی په ما کفر کوونکی او په ستورو ایمان لری .
صحیح بخاری (الرقم:1038,846)
. وحَدَّثَنِي أَبُو الطَّاهِرِ أَحْمَدُ بْنُ عَمْرِو بْنِ سَرْحٍ، وَحَرْمَلَةُ بْنُ يَحْيَى، قَالَا: أَخْبَرَنَا ابْنُ وَهْبٍ، حَدَّثَنِي يُونُسُ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، أَخْبَرَنِي أَبُو سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، قَالَ: قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: قَالَ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: «يَسُبُّ ابْنُ آدَمَ الدَّهْرَ، وَأَنَا الدَّهْرُ بِيَدِيَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ»
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت شوی دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: اللّه تعالٰی فرمائی بنی آدم ما اذیت کوی زمانی ته کنځل کوی او حال داچه زه زمانه یم فرمان زما په لاس کی دی ، شپه او ورځ زه را گرځوم (حوادث او د زمانی حالات زه پیدا کوم) .
صحیح مسلم ۲۲۴۶
د ابوهريره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: «لَمَّا خَلَقَ اللَّهُ الخَلْق، كَتَبَ في كِتَابٍ فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ العَرْش: إِنَّ رَحْمتي تَغْلِبُ غَضَبِي»: « کله چه اللّه تعالٰی خپل مخلوقات ئی پیدا کړل ، په کتاب کی چه د عرش د پاڅه د هغه سره دی ، ولیکل: رحمت زما په قهر زما غالب دی». او په یو روایت کی راغلی دی: «غَلَبَتْ غَضَبِي»: «په غضب زما غلبه اوکړه». او په روایت کی راغلی: «سَبَقَتْ غَضَبِي»: «په غضب زما سبقت اوکړو». صحيح البخاري الصفحة أو الرقم: 7554 ، صحیح مسلم ۶۹۶۹
د ابوهریره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: «قَالَ اللَّهُ: كَذَّبَنِي ابْنُ آدَمَ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ ذَلِكَ، وَشَتَمَنِي وَلَمْ يَكُنْ لَهُ ذَلِكَ، فَأَمَّا تَكْذِيبُهُ إِيَّايَ فَقَوْلُهُ: لَنْ يُعِيدَنِي، كَمَا بَدَأَنِي، وَلَيْسَ أَوَّلُ الخَلْقِ بِأَهْوَنَ عَلَيَّ مِنْ إِعَادَتِهِ، وَأَمَّا شَتْمُهُ إِيَّايَ فَقَوْلُهُ: اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا، وَأَنَا الأَحَدُ الصَّمَدُ، لَمْ أَلِدْ وَلَمْ أُولَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لِي كُفْؤًا أَحَدٌ»: «اللّه تعالٰی فرمائی: د آدم اولاد زما تکذیب کوی او دا حق نلری ، او ماله کنځل کوی ، ولی زما تکذیب دده په واسطه دادی چه وائی: اللّه تعالٰی څرنگ چه اول ځل پیدا کړی یم ، دوهم ځل نه ژوندی کوی ، په داسی حال کی چه اولی خلقت آسانه د دوهم خلقت نه دی ، ولی کنځل چه ماله کوی دادی چه وائی: اللّه تعالٰی ځوی لری ، او دا په داسی حال کی دی چه زه ېواځی او بی نیازه یم او نه ئی زیږولی او او نه زه زیږولی شوی یم ، او شریک مالره نیشته او نلرم».
البخاری ۴۹۷۴
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إنَّ الله - عز وجل - يَقُولُ يَوْمَ القيَامَة: يَا ابْنَ آدَمَ مَرِضْتُ فَلَم تَعُدْنِي، قال: يا ربِّ كَيْفَ أعُودُكَ وأنْتَ رَبُّ العَالَمين؟ قال: أمَا عَلِمْتَ أنَّ عَبْدي فُلاَناًَ مَرِضَ فَلَمْ تَعُدْهُ، أمَا عَلِمْتَ أنَّك لو عُدْتَهُ لَوَجَدْتَنِي عِنْدَهُ؟ يَا ابْنَ آدمَ اسْتَطْعَمْتُكَ فَلَمْ تُطْعِمْنِي، قال: يا ربِّ كَيْفَ أُطْعِمُكَ وَأنْتَ رَبُّ العَالَمين؟ قال: أَمَا عَلِمْتَ أنَّهُ اسْتَطْعَمَكَ عَبْدِي فلانٌ فَلَمْ تُطْعِمْهُ، أما عَلِمْتَ أنَّكَ لَوْ أَطْعَمْتَهُ لَوَجَدْتَ ذلك عِنْدِي؟ يَا ابْنَ آدمَ اِسْتَسْقَيْتُكَ فَلَمْ تَسِقْنِي، قال: يا رَبَّ كيفَ أسْقيكَ وَأنْتَ ربُّ العالَمِينَ؟ قال: اسْتَسْقاكَ عَبْدِي فُلانٌ فَلَمْ تَسِقْهُ، أمَا عَلِمْتَ أنَّكَ لَوْ سَقَيْتَهُ لَوَجَدْتَ ذلكَ عِندِي؟»: «الله - عز وجل - د قیامت په ورځ فرمائی: ای د آدم ځویه ، بیمار شوم او زما عیادت دی اونکړو ، بنده وائی: ای ربه ، څرنگه ستا عیادت می کړی وی په داسی حال کی چه ته رب د عالمینو ئی (او نه بیمار کیږی) فرمائی: آیا پوه نه شوی چه زما فلانی بنده بیمار شوی ، ولی تا د هغه عیادت اونکړو ، آیا نه پوهیدی که چیری د هغه عیادت دی کړی وی ، زه به دی هغه سره بیاموتی وی؟ ای د آدم ځویه ، ماتانه خواړه اوغوښتل او تا ماله خواړه را نه کړل ، بنده وائی: ای ربه ، څرنگه می تاله خواړه درکړی وی ، په داسی حال کی چه ته رب د عالمینو ئی (او ضرورت خواړو ته نلری) ، فرمائی: آیا پوه نه شوی چه زما فلانی بنده له تانه خواړه اوغوښتل ، مگر تا هغه له خواړه ورنه کړل؟ نه پوهیدلی که چیری هغه له دی خواړه ور کړی وی ، د هغه اجر به دی ماسره موندلی وی؟ ای د آدم ځویه ، ماتانه اوبه وغوښتل او تا ماله اوبه رانکړل ، بنده وائی ای ربه ، څرنگه می تاله اوبه درکړی وی په داسی حال کی چه ته رب د عالمینو ئی (او ضرورت اوبو ته نلری) فرمائی: آیا پوه نه شوی چه زما فلانی بنده له تانه اوبه و غوښتل مگر تا هغه له اوبه ور نه کړل ، آیا نه پوهیدی که چیری هغه له دی اوبه ورکړی وی ، د هغه اجر به دی ماسره موندلی وی؟» .
صحيح مسلم الصفحة أو الرقم: 2569
د ابوسعید الخدری رضی اللّه عنه نه روایت دی ، وویل د رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم نه می واوریدل چه فرمایل ئی: چه ابلیس خپل رب ته وویل: ستا په عزت او لوئی می دی قسم وی تر هغه وخته پوری چه روح ددوی په بدن کی جاری وی هغوی گمراه کوم ، اللّه تعالٰی په جواب کی وویل: زما په عزت او لوئی می ډی قسم وی ، تر هغه وخته پوری چه له مانه طلب ډ استغفار او بخنی اوکړی هغوی به وبخم .
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قَالَ اللهُ تَعَالَى: أعْدَدْتُ لِعِبَادِي الصَّالِحِينَ مَا لا عَيْنٌ رَأَتْ، وَلا أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلا خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ، وَاقْرَؤُوا إنْ شِئْتُمْ: (فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)»:«اللّه تعالٰی فرمائی: د خپلو نیکو بندکانو لپاره نعمتونه می (په جنت کی) پیدا کړی دی چه هیڅ سترکی نه دی لیدلی ، هیڅ غوږ نه دی اوریدلی او په زړه د هیڅ انسان کی نه دی گرځیدلی ، که چیری غواړئ نو دغه آیت ولولئ: (فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) [سجده:17] «پس نه پوهیږی هیڅ نفس په حقیقت دهغی چه پټ ساتلی شوی دی دوی دپاره یخ والی دسترگو بدله ده دهغه عملونو چه دوی کول» ، «د سهل بن سعد رضی الله عنه نه روایت دی چه وائی: په یو مجلس د رسول الله صلى الله عليه وسلم کی حاضر وم چه د جنت توصیف ئی کولو ترڅو چه د خپل خبرو په پای کی وفرمایل: «فيهَا مَا لا عَينٌ رَأَتْ، وَلا أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلا خَطَرَ عَلى قَلْبِ بَشَرٍ»: «په جنت کی نعمتونه دی چه هیڅ سترگی نه دی لیدلی ، هیڅ غوږ نه دی آوریدلی او د هیڅ انسان په زړه کی نه دی گرځیدلی» ، بیائی دغه آیتونه ولوستل: «تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (16) فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ» [سجده:16 - 17] «لری کیږی اړخونه ددوی د بسترونه بلی خپل رب لره ویره کوؤنکی او طمع لرونکی او دهغی نه چه مونږ ورکړی دی خرچ کوی ﴿۱۶﴾ پس نه پوهیږی هیڅ نفس په حقیقت دهغی چه پټ ساتلی شوی دی دوی دپاره یخ والی دسترگو بدله ده دهغه عملونو چه دوی کول» .
التخريج : أخرجه البخاري (4779)، ومسلم (2824)
لما خلقَ اللهُ الجنةَ قال لجبريلَ: اذهبْ فانظرْ إليها ، فذهبَ فنظرَ إليها ثم جاء فقال: أيْ ربِّ وعزتِك لا يسمعُ بها أحدٌ إلا دخلَها ، ثم حفَّها بالمكارِهِ ، ثم قال: يا جبريلُ اذهبْ فانظرْ إليها ، فذهبَ فنظرَ إليها ، ثم جاء فقال: أيْ ربِّ وعزتِك لقد خشيتُ أن لا يدخلَها أحدٌ , قال: فلما خلقَ اللهُ النارَ قال: يا جبريلُ اذهبْ فانظرْ إليها ، فذهبَ فنظرَ إليها ، ثم جاء فقال: أيْ ربِّ وعزتِك لا يسمعُ بها أحدٌ فيدخلُها ، فحفَّها بالشهواتِ ثم قال: يا جبريلُ اذهبْ فانظرْ إليها ، فذهبَ فنظرَ إليها ، ثم جاء فقال: أيْ ربِّ وعزتِك لقد خشيتُ أن لا يبقَى أحدٌ إلا دخلَها.
صحيح أبي داود | الصفحة أو الرقم : 4744
ابوهریره رضی اللّه عنه نقل کوی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: کله چه اللّه تعالٰی جنت پیدا کړو جبرائیل علیه السلام ته وفرمایل: لاړشه او هغه وگوره ، هغه لاړو او هغه ئی ولیدلو ، او بیا راغلو ، او وویل ای زما ربه! ستا په غزت می دی قسم وی ، ددی په باره کی هرڅوک واوری هغه به په دی کی ضرور داخلیږی ، بیا (اللّه تعالٰی) هغه په مکروهاتو (ناخوښ څیزونو) احاطه کړو ، بیائی وفرمایل ائ جبرائیل لاړشه او هغه وگوره ، هغه لاړو او هغه ئی ولیدلو بیا واپس راغلو او وویل: ای زما ربه په عزت دی ستا قسم وی! زه ویریږم چه به په هغی کی داخل نشی ، کله چه اللّه تعالٰی جهنم پیدا کړو ، وفرمایل: ای جبرائیل لاړ شه او هغه وگوره ، هغه لاړو او هغه ئی ولیدلو ، بیا واپس راغلو او وویل: ای زما ربه! ستا په عزت قسم! هرڅوک ددی په باره کی واوری په هغی کی به داخل نشی ، نو اللّه تعالٰی هغه په ښایسته او خوښ څیزونو احاطه کړو ، بیائی وفرمایل جبرائیل لاړشه او هغه اوگوره ، هغه لاړو او جهنم ئی اوکتلو بیا واپس راغلو او عرض ئی اوکړو ای زما ربه! ستا په عزت می دی قسم وی! زه ویریږم هیڅ ځوک به نچات ونه مومی ترڅوچه په هغی کی داخل نشی .
كُنَّا عِنْدَ النبيِّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ، فَنَظَرَ إلى القَمَرِ لَيْلَةً - يَعْنِي البَدْرَ - فَقَالَ: إنَّكُمْ سَتَرَوْنَ رَبَّكُمْ كما تَرَوْنَ هذا القَمَرَ، لا تُضَامُّونَ في رُؤْيَتِهِ، فَإِنِ اسْتَطَعْتُمْ أنْ لا تُغْلَبُوا علَى صَلَاةٍ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وقَبْلَ غُرُوبِهَا فَافْعَلُوا ثُمَّ قَرَأَ: {وَسَبِّحْ بحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وقَبْلَ الغُرُوبِ} [ق: 39]، قَالَ إسْمَاعِيلُ: افْعَلُوا لا تَفُوتَنَّكُمْ
صحيح البخاري الصفحة أو الرقم: 554
له جابر بن عبد الله البجلي - رضي الله عنه- څخه روایت دی فرمايي: مونږ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره وو چې - د څوارلسمې- سپوږمۍ ته یې ولیدل او ویې وییل: « ژر دی چې تاسو به خپل رب ووینئ لکه څرنگه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه، که چیرته مو وکولای شول چې د لمر راختلو څخه مخکې او له لمر پریوتلو وړاندې لمونځ درڅخه پاتې نه شي، نو دا کار وکړئ، او په یو بل روایت کې راځي:«فنظر إلى القمر ليلة أربع عشرة» «نو د څوارلسمې شپې سپوږمې ته یې ولیدل .